Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړه د ا.ا د نوم د ایستلو د ارزولو په لټه کې ده

د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې، روسیه د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو د ارزولو په لټه کې ده.

دغه خبری اژانس لیکلي چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونه او نورې تخصصي ادارې له دغه نوملړه د «طالبانو» د نوم ایستلو مسئله څېړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور په یوې برخه کې راغلي:«دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت، د عدلیې وزارت او نورو تخصصي ادارو لخوا د څېړلو په حال کې ده. وروستۍ پرېکړه به د هېواد جګپوړې سیاسي رهبري کوي.»

خو اسلامي امارت د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي او  دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ به د باور فضا د رامنځته کولو په برخه کې مهم بولي.
  
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د زیاتوالي په برخه کې او همدارنګه په اقتصادي او نورو برخو کې د همکاریو د زیاتوالي په برخه کې ګټور پرېوځي. او نورو هېوادونو ته هم یو ښه پیغام لري دا چې دا ډول خنډونه له منځه یوسي. د افغانستان اسلامي امارت د یوه ملت استازیتوب کوي او هغه نهضت او خوځښت و چې، د هېواد د ازادۍ لپاره رامنځته شو.»

ورته مهال، د روسیې ځانګړي استازي ټاس خبري اژانس ته ویلي چې، روسیه له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې همکاري کوي؛ خو اسلامي امارت وايي چې د هېڅ هېواد همکارۍ ته اړتیا نه‌لري.

ښاغلی مجاهد په دې هکله زیاتوي:«موږ د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا نه‌لرو. د هر ډول امنیتي ګواښ لپاره بسندویه ځواکونه لرو او همدارنګه د خپل‌سرو ځواکونو د ځپلو او د له منځه وړلو لپاره بشپړه تجربه لرو.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه واحد فقیري وايي:«دا چې روسیه غواړي طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لېرې کړي، فکر کوم دا یو ډول پرمختګ دی او دا معنا لري چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال هم څرګندوي:«په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره باید یوه سیمه‌ییزه اجماع او لازمې استخباراتي او پوځي کړنې رامنځته شي، څو نه یوازې افغانستان او سیمه بلکې نړۍ د ترهګرۍ له شره وژغورل شي.» 

ټاس خبري اژانس دغه راز راپور ورکړی چې روسیې، اسلامي امارت ته بلنه ورکړې د «کازان» په غونډه کې چې د مې میاشتې پر څورلسمه نېټه جوړېږي، ګډون وکړي. 

اسلامي امارت د روسيې د دې پرېکړې هرکلى کوي او  دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ به د باور فضا د رامنځته کولو په برخه کې مهم بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه