Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د برېښنا د ستونزو د حل لپاره د ا.ا کړنې

د رییس الوزار اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامي امارت په ۱۴۰۲ کال کې د برېښنا په برخه کې د ستونزو د حل په پار پر ځينو پروژو کار پېلوي.

د دغې خبرپاڼې له مخې په روان لمریز کال کې د کمال خان او شاه و عروس بندونو د پاتې کار پېلېدل، د بخش اباد بند د عملي کارپېلېدل، په هرات کې د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژه، د هېواد له شماله سوېل ته د برېښنا د مزو غځول او هرات ولایت ته د ترکمنستانه د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو لېږد، د اسلامي امارت له مهمو کړنو بلل کېږي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په نږدې راتلوونکي کې به د کاسا زر پروژې، عملي چارې به هم پېل شي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وویل:«د برېښنا په هکله په بېلابېلو ولایتونو کې بېلابېلې پروژې، د برېښنا د بندونو او سب‌‌سټېشنونو جوړل دي، چې کار پرې روان دی. تېر کال هم پرې کار شوی و، څو پروژې مو لرلې چې مخکینۍ ادارې نیمګړې پاتې وې، د افغانستان اسلامي امارت د هغه کار له سره پېل کړی دی.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه  وايي، د اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو لپاره لا ډېرو پانګونو ته اړتیا ده.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک وویل:«د برېښنا د سکټور په برخه کې، هېواد ګڼې بېخ‌بنايي امکانات لري. په هېواد کې پرېمانه اوبیزې سرچینې شتون لري او اړتیا ده چې دغه اوبه مهار شي چې د برېښنا د تولید او کرنې په برخو کې ترې کار واخیستل شي.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان پر دې باور دي چې شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردېږي او له نورو هېوادونو د برېښنا د واردولو په برخه کې ستونزې تل د خلکو پر ژوند او کار منفي اغېزې لرلې دي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی میر شکیب په دې هکله څرګندوي:«افغانستان د سترو طبیعي سرچینو له لرو سره، بیا هم د برېښنا په تولید کې ترې کار نه‌شي اخیستی، بیا هم د برېښنا له کموالي سره مخ دی چې دې هم له عادي پلوه د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او له اقتصادي پلوه هم د کارخونو تولیدات یې کم دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر ټولو ډېره  برېښنا، له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبیکستان، ترکمنستان، تاجیکستان او ایرانه واردېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه