Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کابینې د ۱۳۹۷ کال بودیجه تأیید کړه

د کابینې جلسه چې د اشرف غني په مشرۍ، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ۱۳۹۷ کال مالي بودیجه یې تأیید کړه.

د دغه بودیجه ۵.۱ مېلیارد ډالره ده چې د هغه څه باندې ۳.۸ مېلیونه ډالر یې عادي او کابو ۱.۳ مېلیونه ډالره یې پراختیايي بودیجه ده.

د افغانستان عادي بودیجه، د وزارتونو او د خپلواکو دولتي بنسټونو د ورځنیو فعالیتونو او معاشونو د ورکړې لپاره ده او پراختیايي بودیجه هم د پراختیايي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره.

دغه بودیجه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خوا د کابینې غونډې ته وړاندې شوه. د مالیې د وزیر په وینا عادي او پراختیايي بودیجه د لومړي ځل لپاره یو ځای او د واحد په بڼه د اقتصادي تصنیف پر بنسټ، دندې او ولایتي وېش له نړیوال معیار سره برابر، او د حساب ورکړې اصل ته په پام سره ترتیب شوې ده او همدارنګه په دغې بودیجه کې، د لومړي ځل لپاره د مالي ګواښونو، د مشروطو پورونو او شتمنیو شرحه په پام کې نیول شوې ده.

د ۱۳۹۷ کال د مالي بودیجې د تمویل ( ۱۶۱.۶۲۱) مېلیارده افغانۍ چې معادل یې (۲.۳۳۱۷) مېلیارد ډالر یې له کورنیو عوایدو او (۱۸۸.۴۲۳) مېلیارد افغانۍ چې معادل یې (۲.۷۰۱) ډالره له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.

شریک یي کړئ