د هېواد د اورګاډي پټلۍ د ادارې مسوولان وايي د دغې لارې ۸۸۰ کیلومټره د هېواد شمالي برخه له لوېدیځ سره نښلوي.
ویل کېږي دغه لاره به د چابهار او عباس بندرونو ته ورسېږي.
د افغانستان، تاجیکستان، قرغزستان، ایران او چین تر منځ د پنځه اړخیزې رېل پټلۍ د جوړېدو د هوکړې له مخې دغه هېوادونه باید تر راتلونکو پنځو کلونو پورې په هېواد کې دوه زره او سل کیلومټره اوسپنې پټلۍ جوړه کړي.
د اوګاډي پټلۍ ملي اداره وايي چې له دې ډلې ۸۸۰ کیلومټره دغه رېل پټلۍ په افغانستان کې جوړېږي او دې ادارې تر اوسه د شاوخوا شپږ سوه کیلو مټره اورګاډي پټلۍ د جوړېدو لپاره تخنیکي څېړنې بشپړې کړې دي.
د هېواد د اورکاډي پټلۍ د ادارې رییس باري صدیقي وايي:«دا پروژه د سیمهییز نښلون لپاره ډېره مهمه ده او دغې ادارې د رېل پټلۍ د جوړېدو لپاره تراوسه د څه باندې ۶۰۰ کیلومټره لارې مسلکي څېړنه بشپړه کړې ده.»
اخوا په کابل کې د ایران سفارت وايي چې ایران له دې پروژې ملاتړ کوي او د پنځه اړخیزې رېل پټلۍ د ژر تر ژر بشپړېدو لپارره هڅې پېل کړي دي.
په کابل کې د ایران سفارت اقتصادي مستشار صیدق قاسمي زاکري څرګنده کړه:«له دې پروژې ملاتړ کوو ځکه چې د هغې د پلي کېدو لپاره کارونه پيل شوي او هیله لرو چې ټول سیمهییز او په پروژه کې شامل هېوادونه د دغې پروژې لپاره کار وکړي.»
د رېل پټلۍ پنځه اړخیزه پروژه چې له افغانستان پرته په دې پروژه کې شاملو نورو هېواداونو کې یې مهمې برخې جوړې شوي دي او ویل کېږي چې د افغانستان د برخې په بشپړېدو سره به دغه رېل پټلۍ په اسانۍ سره ورغول شي.
د افغانستان، تاجیکستان، قرغزستان، ایران او چین رېل پټلۍ ګډ دهلیز په سیمه کې د اورګاډي پټلۍ یوه له مهمو لارو څخه ده او ویل کېږي چې سیمهییزو بازارونو ته د چین لېوالتیا ته په پام سره دغه هېواد هڅه کوي د دې لارې په جوړېدو کې ډېره ونډه ولري.