د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا ګواښ کوي کهچېرې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیا شمېرلو بهیر ونه دروي او د ټاکنو پایله د تقلبي رایو پر بنسټ اعلان کړي، هېواد به د کړکېچ په لور ولاړ شي.
دغه شورا حکومت د دغه کړکېچ لامل ګني او وايي چې ولسمشرۍ ټاکنې دې له سره وشي.
په داسې حال کې چې تر اوسه د تلې د شپږمې د ټاکنو هېڅ ډول پایلې نه دي اعلان شوې، یو شمېر ټاکنیزې ډلې له ټاکنو وروسته د کړکېچ په تړاو خبرداری ورکوي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په دې اړه وايي:«هېڅ ډول هڅه دې ونه شي چې تقلبي رایو ته دې مشروعیت ورکړل شي، له هغې پرته شونې ده چې هغوی د تقلبي ټکنوګراټ او ډموکراټ په توګه له خپلو څو تنو حواریونو او ملګرو سره مرسته وکړي.»
ښاغلی نبیل زیاتوي چې ځيني کسان هڅه کوي ټاکنې د کړکېچ پر لور بوځي. نوموړی وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې ټاکنیزې ډلې په ګټه مشکوکې او نابایومېټریک شوې رایې د ټاکنو په رایو کې شاملې کړي او د رایو بیل شمېرل یې پېل کړي دي.
بل خوا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو په صندوقونو کې څلور څلوېښت سلنه اچول شوې رایې تقلبي بولي. نوموړی د رایو د بیاشمېرلو له بهیر سره مخالف دی او وایي چې په دوه زره او ۴۳۲محلونو کې باید ټاکنې له سره وشي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار څرګندوي:«د دوه زره او ۴۳۲ محلونو رایې او سندونه او بایومېټریک وسایل او د حافظې کارټونه په قصدي توګه پټ او غلا شوي دي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندان ان د لنډمهالي حکومت د جوړېدو او تر هغه وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند احمد ولي مسعود وايي:«د نوماندانو شورا تصمیم لري چې له یوه نوي مکانیزم سره نویو ټاکنو په لور ولاړ شي.»
د ولسمشرۍ ټاکنو ته بل نوماند عنایت الله حفیظ هم زیاتوي:«اوس ترې پاکې او ناپاکې رایې خرابې شوي، اوس کمېسیون یې نه شي جمع کولی باید ټاکنې د یوه بې پرې حکومت تر نظر لاندې له سره ټاکنې وشي.»
بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ژمنو سربېره که څه هم په کابل او هرات کې د رایو بیا شمېرل نن پېل شول، خو لاهم په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د یو شمېر ټاکنیزو ډلو له هغې ډلې د عبدالله عبدالله د پلویانو له نیوکو وروسته د رایو بیاشمېرل درول شوي دي.