Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د پاکو رایو پر بنسټ د ثبات او همپالنې ډله ګټوونکې ده

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې یې دویم ځای خپل کړی، ادعا کوي چې د پاکو رایو پربنسټ اصلي ګټوونکې ډلې د ثبات او همپالنې ډله ده.

هغه چې نن ماښام (یکشنبې د مرغومې په لومړۍ نېټې) د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په غبرګون کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې دا پایلې د تقلبي رایو پر مټ د اشرف غني د ډلې په ګټه اعلان شوې دي.

هغه وايي:«موږ په بشپړ ځواک سره د خلکو له رایو دفاع کوو. په دې کې هېڅ شک نشته چې د خلکو د رایو پر بنسټ - د ثبات او همپالنې ډله ګټوونکې ده.»

عبدالله زیاته کړه:«د دې لپاره چې هر ډول چې کېږي د رایو سلنه له پنځوسو لوړه وښيي؛ د څو نورو تقلبي رایو ټولګه یې هم له پاکو رایو سره یوځای کړي، د ۲۴۰۰ صندوقونو له ډلې چې په اړه یې بایومېټریک معلومات نه و، ۳۰۰ صندوقونه شامل شوي او حساب شوي چې کابو ۴۰ زره رایې کېږي. ۲۹۵ نور محلونه چې شمېر یې په درملوګ کې د ثبت شوي شمېر څخه لوړ دی... هغه هم شامل کړل شوي. او همدارنګه ۱۰۵ نور محلونه چې اصلاً شتون نه لري یوازې پایلپاڼې شتون درلود او صندوق نه وو هغه ته یې هم اعتبار ورکړی دی.»

په دغو پایلو کې اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې خپلې کړي او عبدالله عبدالله بیا ۳۹،۵۲ سلنه رایې تر لاسه کړي چې دا پایله د ۱۸۲۴۴۰۱ رایو پر بنسټ اعلان شوې ده. 

عبدالله عبدالله د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې شکایتونه په رڼه توګه وڅېړي:«موږ د ۳۰۰ زره رایو په اړه ادعا لرله او لرو یې، له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونه هم تمه دا ده چې د قانون په رڼا کې دغه رایې له پاکو رایو جلا کړي.»

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند همدارنګه ګواښ وکړ که چېرې د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، له نورو غوراویو څخه به کار واخلي:«یو خل بیا تقلب کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر خلکو حکومت وکړي. یوازې پاکې رایې د ټاکنو پایله تعیین وي په هغه صورت کې چې زموږ د عدالت غوښتنې پر حق داعیه چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره ده، تحقق پیدا نه کړي، موږ هر بل قانوني او مشروع غوراوی د ځان لپاره جایز ګڼو.»

شریک یي کړئ