د ثبات او همپالنې او ځينو نورو ټاکنیزو ډلو د هېواد په نهو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو بهیر مخنیوی وکړ او په څو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې یې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.
په بدخشان ولایت کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر په وړاندې اعتراض کوونکو د ټاکنو پر سیمه ییز دفتر برید وکړ. د دغو اعتراضونو د کابو کولو لپاره سیمې ته لازیات پوځیان رسېدلي دي.
لاریون کوونکی عبدالعزیز نورِي په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې کمېسیون د خلکو مشروع غوښتنه په پام کې ونه نیسي، خلک به خپلو مدني حرکتونو ته چې مشروع حق یې دی دوام ورکړي.»
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي د دغې ټاکنیزې ډلې پلویانو په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي دي.
په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزه ډله وايي د کمېسیون دا کړنه به خطرناکه او وېرونکی کړکېچ رامنځته کړي.
د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې د څارونکو مسوول همایون جریر په دې اړه وویل:«د کمېسیون دا اقدام له دقت پرته شوی او موږ یوه وېرونکي کړکېچ ته یو ګام نږدې کوي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوازې د هېواد په پنځو شمالي ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو نه پيلېدل مني.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګزېب څرګندوي:«تخنیکي ډلو ته دنده ورکړل شوې څو تحلیل او شننه وکړي او په یوه رسمي مکتوب کې له هغوی سره شریک شي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تراوسه په دوولسو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسېدلی او په څو نورو ولایتونو کې دا بهیر روان دی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي:«که چېرې مزاحمتونه شتون ولري زموږ همکاران د اوونۍ تر پایه به دا بهیر ختم کړي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د رایو له ۲۶ زره محلونو څخه د ۸ زره او ۲۵۵ محلونو د رایو بیا شمېرل پیل کړل خو یو شمېر ټاکنیزې ډلې وايي کمېسیون د دوی د شکایتونو له څېړلو پرته دا بهیر پيل کړی دی.