د کوواکس واکسین لومړۍ مرسته شوې چوپه په دې جوپه چې په کې د کورونا ویروس ۴۶۸ زره ډوزه واکسین شامل دي، نن دوشنبې (د کب په ۱۸مه) هېواد ته راورسېدل.
د روغتیا نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام په پام کې لري چې د کورونا واکسین ۱۶مېلیونه ډوزه واکسین چمتو کړي، ترڅو د افغانستان ۲۰سلنه وګړي ور باندي واکسین کړي.
کوواکس په ټوله نړۍ کې بیوزلو هیوادونو ته واکسین ورکوي او افغانستان اووم هیواد دی چې د کوواکس واکسین ترلاسه کوي.
خو څوک نه پوهېږي هغه واکسین چې کوواکس یې استوي، د کوم هېواد تولید دی.
د عامې روغتیا وزارت په وینا دا واکسین به د پوهنتونونو پر استادانو تطبیق شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي:«افغانستان په منځنۍ اسیا کې د لومړني هېواد په توګه نن وتوانېد چې د کوواکس واکسین ترلاسه کړي چې د کورونا ویروس ۴۶۸ زره دوزه واکسین ترلاسه کړي.»
د روغیتا نړۍوال سازمان، اروپايي ټولنه، کوواکس، یونیسیف او نور سازمانونو او ادارې هغه بنسټونه دي چې له کوواکس سره یې افغانستان ته د کورونا د شپاړس مېلیون ډوزه واکسین د برابرولو لپاره مرسته کړې ده.
د اروپايي ټولنې استازی عامې روغتیا وزارت ته د کوواکس واکسین د سپارل کېدو پر مهال وایي چې دې ټولنې له کوواکس پروګرام سره بېلیون ډالره مرسته کړې ده.
د اروپایي ټولنې د پلاوي د مشر مرستیال ارناوټ پاولس وویل:«اروپايي ټولنه چې ۲۷ غړي لري، د دغه پروګرام اصلي ملاتړ کوونکې ده او موږ دغه پروګرام ته څه باندې یو مېلیارد ډالر ورکړي دي او د پیسو ورکول دوام لري.»
تر دې وړاندې هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین د مرستې په توګه راولېږه چې تر اوسه دغه واکسین ۴۰ زره روغتیایي کارکوونکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو او نورو خبریالانو ته ورکړل شوي دي.