Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنتونونو او ښوونځينو رخصتي دوه اوونۍ نوره هم وغځېده

افغان حکومت یو ځل بیا، د کورونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي له کبله، د دوو نورو اوونیو لپاره پوهنتونونه او ښوونځي رخصت کړل.
عامې روغتیا وزارت وایي، په دې موده کې به د ودونو هوټلونه، لوبغالي او د لمبا ډنډونه هم تړلي وي.
د روغتیا وزارت وروستۍ شمېرې دي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له‌کبله ۶۳ کسان مړه شوي او په همدې موده کې، ۱۹۰۰ نور کسان په کورونا اخته شوي دي.
بل خوا تېره یوه اوونۍ کې، یوازې په افغان-جاپان روغتون کې ۷۳ کسان کورونا مړه کړي او اوسمهال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۵۰ ناروغان په دغه روغتون کې بستر دي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، په افغانستان کې په کورونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۱۱ زره او ۵۹۲ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، چې له منځه یې ۴،۵۱۹ کسان مړه شوي.

افغانستان کې د کورونا دې درېیمه څپه کې دا دویم ځل دی، چې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو رخصتي وغځول شوه.

شریک یي کړئ