Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دکورونا نوې بڼې پراختیا؛ افغانستان د اومیکرون تشخیص کېټونه نه لري

په نړۍ کې په چټکتیا سره د کورونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو په هکله د اندېښو په شتون کې، افغانستان تراوسه د دغه ویروس د تشخیص لپاره کېټونه نه لري.

سره له دې چې، په نړۍ کې د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د خپرېدو په تړاو اندېښنې مخ په لوړېدو دي؛ خو په ظاهره په هېواد کې د دغه ویروس له خپرېدو د مخنیوي لپاره څه تابیاوې نه دي نیول شوي.

په کابل کې د کرونا ویروس د درملنې په یوازني افغان- جاپان روغتون کې هم طبي وسایل مخ په ختمېدو دي.

د افغان - جاپان روغتون رییس زلمی رښتین وویل:«ستونزې زیاتې دي، زموږ په روغتون کې درمل ډېر کم دي، د ناروغ لپاره تجهیزات ډېر کم دي، د اکسجین ډبې مخ په خلاصېدو دي، څو میاشتې کېږي چې زموږ کارکوونکو معاش نه دی اخیستی.»

د کورونا ویروس اومېکرون بڼه په لومړي ځل په سوېلي افریقا کې پیدا شوه او اوس اوس په ډېریو لوېدیځو هېوادونو کې خپره شوې ده.

سره له دې چې، دغه ویروس د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم رسېدلی؛ خو افغانستان لا تر اوسه د هغې د تشخیص کیټونه نه لري.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې د روغتیا له نړۍوال سازمان څخه یې غوښتي دي چې د کورونا ویروس د نوې بڼې اومیکرون د تشخیص کېټونه برابر کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر څرګنده کړه:«اومیکرون له عادي «پي سي ار» یا کېټونو سره چې زموږ په واک کې دي د تشخیص وړ نه دي، د نوې بڼې د تشخیص لپاره پرمختللو دستګاو ته اړتیا ده، د روغتیا له نړۍوال سازمان سره زموږ په نوې اړیکه کې، هغوی ژمنه کړې چې د جنورۍ میاشتې په پای کې د دغه دستګاوې زموږ په واک کې راکړل شي.»

په داسې حال کې چې، په نړۍ کې د کرونا ویروس اومېکرون بڼه پر یوه لوی سرخوږي بدله شوې؛ خو د افغانستان خلک د کورونا په فکر کې نه؛ بلکې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په فکر کې دي.

ځینې ډاکټران وايي، په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي مسایلو د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې پر بهیر سیوری غوړولی دی.

خو دوی بیا هم خبرداری ورکوي چې، د دغه ویروس پر وړاندې بې غوري به د دې لامل شي چې، یو ځل بیا یو زیات شمېر هېوادوال پر کووېډ۱۹ ناروغۍ اخته شي.

د داخله ناروغیو متخصص احمد جواد فردین وايي:«په افغانستان کې شته سیاسي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي دي چې کورونا پورې اړوند مسایل د دغو موضوعګانو تر سیوري لاندې راشي او په هېواد کې د کورونا برخې ته چندان پاملرنه نه کېږي او دا د دې لامل شوي که چېرې موږ د کورونا ویروس نوې بڼې له څپې سره مخ شو، ناورین رامنځه کېږي.»

لا تر اوسه په افغانستان کې پر کووېډ۱۹ ناروغۍ نږدې ۱۶۰ زره کسان اخته شوي او له منځه یې بیا څه باندې ۷۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه