د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د جون په میاشت کې د کانګو او شدید نسناستي زیاتوالی موندلی دی.
د روغتیا نړۍوال سازمان په نوي راپور کې راغلي دي:«په دولسو ولایتونو کې د کانګو له امله د مړینې د پېښو راپور ورکړل شوی چې په کابل کې ۱۳تنه، په بلخ کې ۶ تنه، په پروان کې ۳ تنه، په تخار کې ۳ تنه، په جوزجان کې ۲ تنه، کندهار کې ۲ تنه، په فاریاب، غزني، کاپیسا، پکتیا او سرپل کې یو یو تن مړه شوي دي.»
د دغه راپور په بله برخه کې راغلي دي، چې دغه سازمان د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۹ ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو له لارې ۱٫۴ مېلیون افغانانو ته بشري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړې دي.
دغه بنسټ د خپل راپور په یوې برخه کې کړو مرستو ته داسې نغوته کړې ده:«د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د روغتیا نړۍوال سازمان په ۳۴ ولایتونو کې مرستې کړې او د څارنې په موخه بېلابېل ځایونه لیدلي دي چې د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو ۱۱۳ مرکزونه، تر پروژې لاندې ۹۶ روغتونونه، د تغذیې د درملنې ۹۸ واحدونه، د کورنۍ د روغتیا ۴ مرکزونه، د عفوني ناروغیو او کوویډ-۱۹ ناروغۍ د رغتونونو په ګډون ۱۹ روغتونونه او اووه (پي ډي) څانګې پهکې شاملېږي.»
د روغتیا نړۍوال سازمان دغه راز ټینګار کړی دی، چې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې د کوویډ ۱۹، شري او ډينګې تبې ناروغۍ کمې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه