Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل اوسېدونکي په پلازمېنه کې د کم‌کیفیته درملو له زیاتوالي اندېښمن دي

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي وايي چې په دې ورځو کې په کابل کې کم‌کیفیته درمل زیات شوي او هغوی یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

دوی له چارواکو غواړي چې د کم‌کیفیته درملو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی یحیی طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان ډاکټران ماشاالله په ټوله نړۍ کې سرلوړي او لایقه ډاکټران دي، بېلګه یې نه پیدا کېږي، یوازینۍ ستونزه چې موږ یې لرو بې‌کیفیته درمل دي.»

د کابل اوسېدونکی ابراهیم هم وايي:«د درملو کیفیت دې ډېر لوړ کړي، کیفیت یې ډېر ټیټ دی کله چې څوک ناروغېږي درمل اخلي خو ګرم ډاکټر ګڼي.»

د کابل بل اوسېدونکی جلندر شاه هم څرګندوي:«که‌چېرې درمل باکیفیته وي موږ ولې پاکستان ته ولاړ شو څه اړتیا لرو چې پردۍ خاورې ته ولاړ شو او د ځان درملنه وکړو.»

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند بیا وايي، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې یې په کابل او ځينو ولایتونو کې یې څه باندې ۲۵۰ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له منځه وړي دي.

د خوړو او درملو ملي اداره جاوېد هژیر وویل:«د شنبې په ورځ په ننګرهار کې ۱۵۹ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول او همدارنګه موږ په خوست ولایت کې ۸ ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل او همدارنګه په کابل کې له ۳۰۰ ټنه زیات توکي د له‌منځه وړلو لپاره چمتو دي.»

د خوړو او درملو ملي ادارې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په کابل کې په تېره یوه میاشت کې ۱۴۷ درملتونونه د کم‌کیفیته درملو د پلور، د درملو د لوړې بیې او د شپې نوکریوال د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه