Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د «هیموفلیا» ناروغان: د وینې فکتورونو ته لاسرسی نه‌لرو

د «هیموفلیا» ځينو ناروغانو د وینې فکتورونو ته د نه‌لاسرسي له امله نن (یکشنبې) په کابل کې په لاریون لاس پورې کړ.

دغه ناروغان وايي که‌چېرې دغه فکتورونه ترلاسه نه‌کړي د فلج یا د مړینې لامل به یې شي.

یو شمېر دغه ناروغان چې د روغتیا په برخه کې د مرستندویو سازمانونو مرستو بندېدو ته اندېښمن دي، وایي چې نړۍ باید د بشري حقونو مسایل سیاسي نه کړي.
    
ناروغ موسی طلوع‌نیوز ته وايي:«مرستې باید سیاسي نه‌شي، باید بې پرې وي، زموږ هیله دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي موږ د فلج کېدو په لور روان یوو.»
 
بل ناروغ  محمد سمیع هم وویل:«که‌چېرې زموږ دولت نه‌پېژني موږ خو بشر یوو. موږ انسان یوو پېچکاري نه‌راځي نه اتم فکټور راځي او نه هم اوم فکټور راځي او نه هم دریالسم، شپږ میاشتې کېږي چې هېڅ فکتور نشته ټول ځان مې درد کوي.»

۲۰ کلن ځوان بهمن پر هیمو فلیا اخته دی. دی وایي چې د وینې فکټورونو ته د نه لاسرسي له امله پر لاره سم نه شي تللای.
 
ناروغ بهمن وايي:«له هغه وخته چې فکټورونه بند شوي موږ شدید درد زغمو. دواړه پښې مې ژوبلې دي، اقتصادي ستونزې هم دي، وس هم نه‌لرو چې له بازار څخه یې وپېرو.»

بل پلو، د وینې مرکزي بانک په دغه بانک کې د ټولو فکټورونو پر کموالي په اندېښنې وایي چې نږدې ۹۸ سلنه دغه ناروغان له فلج سره مخ دي.
 
د وینې د مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق څرګندوي:«شونې ده چې په افغانستان کې له درې زره تر څلور زرو پورې د هیموفلیا ناروغان وي. ۹۶ سلنه ناروغان د فکتور اختلاطي شوي، که‌چېرې فکټور ونه رسېږي، په خپله معیوبېږي.»

هموفیلیا د وینې بهېدنې یوه ارثي اختلال دی، چې له امله یې وینه په سم ډول نه ټینګه کېږي. يو شمېر ډاکټران وايي، چې دا اختلال په خپل سر د وينې د بهېدو لامل کېږي او د حل يوازینۍ لار يې اتم او نهم فکټور دی، چې بېلابېل پروتينونه او د وينې د بهېدو مخه نيسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه