Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات زلزله ځپلو ته د رسېدنې په موخه د ۶۰ روغتیایي ټیمونو ګمارنه

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هرات ولایت زلزله ‌ځپلو ته د رسېدنې لپاره یې د مرستندویه بنسټونو په مرسته شاوخوا ۶۰ روغتیایي ټیمونه  ګمارلي دي.

د دغه وزارت سرپرست قلندر عباد، د مرستندویه بنسټونو څخه غواړي تر څو د زلزلې د زیانمنو سره د  یخنۍ موسم د تېرولو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي قلندر عباد، په‌ دې تړاو و ویل: « زموږ سره په بشپړ ډول امبولانسونه، په هر ټیم کې ډاکټر صاحبان، نرسان او قابلې شته دي چې ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي.»

د عامې روغتیا وزارت همدا راز، په هرات کې  زلزله‌ ځپلو ته د اوښتو زیانونو او اړتیاوو د تخنیکي بررسۍ لپاره، د اسلامي امارت ریاست الوزرا لخوا د یو کمیسون د جوړولو خبر ورکوي.

قلندر عباد، زیاته کړه: «موږ ته ثابته شوه چې دغه خلک به یوه میاشت په خېمه کې تېره کړي خو د یوې میاشتې وروسته به په خېمه کې ژوند ورته ستونزمن شي. زموږ ټول ارګانونه او جوړ شوی کمیسون کوښښ کوي، چې څرنګه سرپناه، کورونه او د ژوند معیار برابر کړو.»

ښاغلي عباد که څه هم په زلزله‌ ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د شرایطو پر مهارولو خبري کوي، د مرستندویه بنسټونو غواړي تر څو په ټولو برخو کې د زلزله‌ځپلو سره مرستې وکړي.

د عامي روغتیا سرپرست، قلندر عباد و ویل: « د خلکو د ښه ژوند لپاره موږ ماشومانو او مېندو ته د تغذیې په برخه کې مرستو ته اړتیا لرو. د ساري ناروغیو  څخه د خلکو د ساتنې او مخنیوي لپاره پاکو اوبو ته اړتیا لرو.»

په هرات کې د مرګونې زلزلې څخه پنځه ورځې وروسته، اوس هم د زلزلې ټکانونه دوام لري او د عامې روغتیا وزارت د هرات اوسېدونکو ته د بشپړو روغتیایي خدمتونو د چمتوالي ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه