Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له جمهوریت روغتون سره هالند کې د افغان ډاکټرانو خیره بنسټ مرستې

په هالند کې د افغان ډاکټرانو او ځوانانو خیره بنسټ ۲۰۰ محافظتي جامې او ۱۰ طبي دستګاوې یې د کابل له جمهوریت روغتون سره مرسته کړې ده.

په هالند کې افغان ډاکټران وايي چې ډاکټران په کابل کې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي وسایلو له کموالي سره مخ دي، او په همدې لامل دغه مرستې جمهوریت روغتون ته استول کېږي.

په هالند کې د افغان ډاکټرانو د بنسټ استازی محمد فرزاد کابلي وايي:«موږ غوښتل چې خپل روغتیايي پرسونل ته چې هره ورځ له ناروغانو سره دي، مرسته وکړو ترڅو هغوی د کووېډ نولس ناروغۍ په وړاندې خوندي پاتې شي.»

د جمهوریت روغتون رییس سردار محمد احمدزی څرګندوي:«له ځوانانو ژموږ تمه دا ده چې د خپلو سپينو جامو ډاکټرانو ملاتړ وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابل په افغانستان کې د کووېد نولس تر ټولو ډېر ناروغان لري او دغه ناروغي ورځ په ورځ د پراختیا په حال کې ده.

له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره، ځينې کابل مېشتي او خصوصي شرکتونه د ورځې د کابل ښار ځینې برخې ضد عفوني کوي.

لکه څرنګه چې یو له دغو شرکتونو نن د نوي ښار او قلعه فتح الله سیمې ضد عفوني کړې.

یو له سوداګرو حمشت الله چې په دغه کار کې یې برخه لرې وايي:«موږ غواړو چې د کابل ښار ځينې برخې دوا پاشي کړو ترڅو خلک له کورونا په امان کې شي.

له نورو سوداګرو هم غواړو چې په دغه وضعیت کې د خلکو همکارۍ ته راشي.»

کووېډ نولس ناروغۍ تراوسه په ټول افغانستان کې ۱۰۶ تنه وژلي دي.  

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ تراوسه په ټول هېواد کې ۳۵۶۳ تنه په کورونا ویروس اخته شوي دي.

شریک یي کړئ