Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۲ کال پرتله په ۲۰۲۳ کې پر ملاریا د اخته کسانو شمېر زیاتېدل

له ملاریا سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د روغتیا نړۍوال سازمان وایي چې افغانستان پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو له اړخه په پنځم کتار کې ځای لري.

سره له دې چې د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي، په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله د مړو شویو شمېر صفر ته رسیدلی خو زیاتوي په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې په دغه هیواد کې د یادې ناروغۍ څه باندې ۱۸۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۲۰۲۱ زیږدیز کال ته په پرتله یوسلو نهه سلنه زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي، نایب الله صافي و ویل: په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ملاریا د یو سلو اتیا زره څخه زیاتې پېښې چې دا پېښې د ۲۰۲۲ کال پرتله ۳۰ سلنې او د ۲۰۲۱ کال پرتله ۱۰۹ سلنې زیاتوالی ښيي.

د عامې روغتیا وزارت معین وایي، د ملاریا څه باندې ۹۱ سلنه پېښې د هیواد په ختیځ زون کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو معین، عبدالولي حقاني هم و ویل: ۹۱ اعشاریه دوه سلنه یې د هېواد په ختیځو ولایتونو، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، خوست او پکتیا کې ثبت شوي دي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د دغه بنسټ د مرستو له دوامه د ډاډ ترڅنګ ویلي، په افغانستان کې تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پورې له ملاریا سره د مبارزې لپاره بودجه هم له نړیوال صندوق څخه اخیستل شوې ده.

نوموړی دغه راز وایي چې افغانستان ته له ایډز او نري رنځ ناروغیو سره د مبارزې او کنټرول لپاره پنځه میلیونه ډالره اضافي پيسې هم ځانګړې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې استازي، احمد ولي صدیقي څرګنده کړه: د راتلونکو درېیو کلونو لپاره چې له ۲۰۲۴ کاله تر ۲۰۲۶ کال تر پایه کیږي موږ د ملاریا د درملنې لپاره فنډ راټول کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هیواد کې د ملاریا ناروغۍ د درملنې او وقایې په برخه کې څلور زره او ۹۰۰ روغتونونه فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه