د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
ښاغلي فیروز چې نن(یکشنبې د وري په ۳مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال خبرې کولې زیاته کړه، د کرونا ویروس تازه ثبت شویو پېښو کې ۳ هرات، ۲ زابل، دوه بهرنی ډپلوماټان کابل او یوه یوه هم بلخ، غزني او قندهار ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي چې تازه لسو مثبتو ثبت شویو پېښو کې دوه تنه بهرني ډپلوماټان هم شامل دي، خو دا چې د کوم هېواد دي په تړاو یې څه نه وایي.
د نوموړي په خبره چې دوه بهرني ډپلوماټان بګرام کې د بهرنیو ځواکونو روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د عامې روغتیا وزیر وایي چې په کرونا ویروس اخته کسان له بهره هېواد ته راغلي دي.
همداراز فیروزالدین فیروز له حکومته غواړي څو د هرات ولایت په بشپړه توګه قرنطینکړي.
هغه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۷ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي چې د معایناتو پایله به یې وروسته شریکې کړي.