د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۴ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰ زره او ۵۸۲ ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزارت د نن ورځې(یکشنبې د غبرګولي ۴مې) مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې دوه تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۳۵ نور روغ شوي دي.
له دې سره اوسهال هېواد کې د کووید ناروغۍ له کبله د مړو شیو کسانو شمېر ۲۱۸ تنو ته ورسید او د روغو شویو ۱۰۷۵ ته.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي او په وروستیو دریوو ورځو کې پرله پسې توګه د اخته کسانو تازه شمېرې له ۵۰۰ پورته وي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېرو اوونیو کې له ۳۰۰ ښکته وو.
د تازه شمېرو له مخې کابل لا هم د مثبتو پېښو له مخې لوړ شمېر لري چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو که کې ۳۲۴ تازه پېښې ثبت شوې دي