انټرنېټي شرکت ګوګل نن دوشنبې (د زمري په ۲۸مه) خپله اصلي پاڼه د افغانستان پر بیرغ ښکلې کړې ده.
دغه شرکت د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د لمانځنې لپاره افغان بیرغ یې د لټون په غوراوي کې ځای پر ځای کړی دی.
په افغانستان کې د انټرنېټ کارونکي نن د ګوګل پاڼې د پرانیستو سره د افغانستان له بیرغ سره ورته هرکلی ویل کېږي.
په ورته وخت کې، د دوبۍ خلیفه برج د افغانستان له بیرغ سره چراغان کېږي.
ټاکل شوې ده چې نن د نړۍ تر ټولو لوړ برج یعنې دوبۍ ښار کې د خلیفه برج له بېلابېلو چراغونو سره مزین او د افغانستان بیرغ نندارې ته وړاندې کړل شي.
له دغه کار څخه موخه د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې لمانځل دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن دوشنبه (د زمري ۲۸مه) د هېواد د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره سمون لري.
افغانستان دقیقاً سل کاله مخکې له انګلستانه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
افغان ملت درې ځله له انګلیسانو سره شدیدې جګړې وکړې، د افغان - انګلیس لومړنۍ جګړه د ۱۸۳۹ز- ۱۸۴۲ز کلونو ترمنځ وه چې دا جګړه د غازي محمد اکبرخان په واسطه د افغانانو په ګټه پای ته ورسېده او د انګلیس د هغه وخت امپراتورۍ ځواکونه له ماتې سره مخ شول.
د افغان انګلیس دویمه جګړه د ۱۸۷۸ز او ۱۸۸۰ز کلونو ترمنخ رامنځته شوه چې هغه هم د افغانانو له بریا سره پای ته ورسېده.
د افغان - انګلیس درېیمه جګړه هم د ۱۹۱۹ز کال د مۍ په شپږمه پیل او د دغه کال په اګیسټ کې پای ته ورسېده چې د هېواد له خپلواکۍ سره پای ته ورسېده.
د ۱۲۹۸لمریز کال د زمري په ۲۸مه چې د ۱۹۱۹ز کال د اګسټ له ۱۹ سره سمون لري انګلیسان یې د افغانستان د خپلواکۍ معاهدې لاسلیک کولو ته اړ کړل.
د افغانستان د هغه وخت شاه عازي امان الله خان له انګلیس وغوښتل چې په سولهییزه توګه افغانستان پرېږدي او د هېواد خپلواکي په رسمي توګه وپېژني، خو هغوی ونه منله او امان الله خان اړ شو چې د هغوی په وړاندې وسلهییزه مبارزه وکړي.