د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایتالله حفیظ د ټاکنیزو ډلو د انتخاباتي منډو ترړو د لګښت رپوټ نیمګړی دی.
دغه بنسټ وايي چې د ۱۳ نوماندانو له ډلې، یوازې شپږ نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د لګښت رپوت دغه کمېسیون ته سپارلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه ویانده شیما سروش په دې اړه نن (شنبې د تلې په ۱۳مه) طلوع نیوز ته وویل:«هغه کسان چې رپوټ یې نیمګړی دی؛ ډاکټر محمد اشرف غني، ډاکټرصاحب عبدالله او عنایتالله حفیظ دي او ورته راپور ورکړل شوی چې ژر تر ژره خپل رپوټ بشپړ او بېرته کمېسیون ته واستوي.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کړنلارې پر بنسټ، هر نوماند حق لري چې په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې ۴۴۲ مېلیون افغانۍ ولګوي - هغه سیالۍ چې د دوه میاشتو لپاره وې.
د انتخاباتو کمېسیون منشي محمد قاسم الیاسي وايي کهچېرې کوم نوماندو په ټاکنیزو منډو ترړو کې له تعیین شوې اندازې زیات لګښت کړی وي، جریمه به شي.
هغه زیاته کړه:«د لګښت هغه کچه چې په لومړي سر کې تعیین شوې، کهچېرې ډېر لګښت وکړي، بیا د هغه لګښت لس سلنه اضافه کېږي او جریمه لري.
خو د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ ټاکنیزې ډلې وايي چې د ټاکنو کمېسیون ته یې خپل مالي رپوټونه له کومې نیمګړتیا پرته سپارلې دي.
له دې ډلې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ویاند نجیب دانش وايي چې دغې ډلې په انتخاباتي کمپاینونو کې ۲۰۱ مېلیونه افغانۍ لګولي او رپوټ یې د ټاکنو کمېسیون ته استولی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې یوولسو نورو ټاکنیزو ډلو تر اوسه دغه کمېسیون ته د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو مالي رپوټونه نه دي سپارلي.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د نوماندانو د مالي رپوټونو راټولولو ته ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویانده سمیرا رسا وايي:«د انتخاباتو کمېسیون باید په دې اړه ډېره پاملرنه ولري او ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو مالي رپوټونه او عایداتي سرچینو په اړه مالومات، تسلیم کړي.»
د ټاکنو د قانون له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان باید د ټاکنیزو کمپاینونو او د چوپتیا د دورې له پایته رسېدو وروسته د ټاکنو کمېسیون ته د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو د لګښتونو وروستي رپوټونه وسپاري.