د افغانستان فوټبال غوره لیګ په څلورمه لوبه کې چې نن له غرمې وروسته (سې شنبې، د تلې په ۸مه) ترسره شوې سیمرغ البرز لوبډله وتوانېده چې پنځه صفر عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه.
د لومړۍ پاڼۍ په لومړنیو دقیقو کې، تر ډېره د ډګر په منځ کې و او دواړه لوبډلې ونه توانېدې چې د ګول وهلو موقعیت رامنځته کړي.
د لوبې په ۳۰ دقیقه کې د سیمرغ البرز بریدونه زیات شول او دغې لوبډلې له کیڼ لوري د عقابان هندوکش دورازه پرانیسته او لومړنی ګول یې ترسره کړ.
له دغه ګول دوه دقیقې وروسته د سیمرغ البرز لسمه شماره لوبغاړی مصطفی رضايي وتوانېد چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ووهي.
د دغې لوبې دویه پاڼۍ کې سیمرغ البرز د لوبې په ۵۴ دقیقه کې مصطفي رضايي چې لوبډل مشر هم دی خپل دویم او د لوبډلې لپاره درېیم ګول ترسره کړ.
دا د لوبې پای نه و، د سیمرغ البرز لوبډلې په ۸۰مې او ۸۴مې دقیقو کې دوه نور ګولونه ترسره کړل او لوبه پنځه صفر پای ته ورسېده.
ټاکل شوې ده چې د فوټبال غوره لیګ د نهم پړاو پنځمه لوبه سبا چهارشنبې - د طوفان هریرود او موج های امو ترمنځ ترسره شي.