هرات کې د موټربم برید له کبله ۸ کسانو ژوند بایللی او لږ تر لږه ۶۰ نور ټپيان دي.
د هرات والي وايي پېښه تېر ماښام(جمعه د کب په ۲۲مه نېټه) د پولیسو څوارلسمې حوزې ته نېږدې د یوه فلانکوچ موټر سره ترسره شوې ده.
د پېښې ډېری قربانیان ملکي کسان دي.
چارواکي چاودنه زوروه بولي او وايي چې له کبله یې په سیمه کې د خلکو ۱۵ کورونه وران شوي دي او ورته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
په همدې حال کې ولسمشر غني هرات کې د تېر ماښام موټربم برید په تړاو ویلي طالبانو له دغه برید سره ښکاره کړه چې هېواد کې د جګړې پایته رسولو هوډ نلري.
د ارګ خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي« طالبانو د ولسونو پر ضد د خپلې نامشروع جګړې او تاوتریخوالي په دوام یو وار بیا وښوده چې نه یوازې په سوله ییز او اساسي ډول د روان ناورین د حل وړتیا او د جګړې د پایته رسولو اراده نه لري، بلکې وضعیت لا پېچلی او د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.»
دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې هېواد کې د سولې لپاره هڅې روانې دي.