د کرنې او اوبو لګونې وزارت د مالوماتو لهمخې، اوس مهال د خوګیاڼو ولسوالۍ په سپین غر، اچین او سرهرود ولسوالیو کې ځمکني توتان کرل کېږي.
د ننګرهار ولایت د کرنې او اوبو لګونې برخې مسوولین وایي، په روان کال کې د دغه ولایت د ځمکنیو توتانو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی.
په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو کروندګر عبدالرحمان وایي: " شاوخوا۱۵ یا ۱۶ کاله کېږي، چې په دغه کار بوخت یم. ورځ په ورځ مو حاصل ډېرېږي او له تېر په پرتله کښت یې پرمختګ کړې. غواړو دغه میوه د کوکنارو او مخدره توکو پر ضد بازار ته وړاندې کړو."
له بلې خوا په ننګرهار کې ځینې کروندګر له حکومته غواړي، چې د ځمکني توتانو د ښه کښت او پروسس لپاره دوی ته زمینه برابره کړي څو وکړای شي، چې خپل عواید زیات کړي.
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو بل کروندګر د عمرګل په نوم وایي: " د دغې میوې تولید ښه دی. ښه بازار لري او ډېره ګټه کوي."
په ننګرهار کې ځینې کروندګر له حکومته غواړي، چې د ځمکني توت د پروسس لپاره لازم وسایل د دوی په لاس کې ورکړي.
په ننګرهار کې د کښت برخې یو کارپوه شکرالله وایي: " ځمکني توت په افغانستان او په ځانګړي توګه په کابل کې ښه بازار لري او د کوکنارو او چرسو لپاره یو ښه بدیل دی. هم یې ګټه هلاله ده او هم خلکو لپاره د کار زمینه برابرېږي."
د ننګرهار ولایت د کرنې او اوبو لګونې برخې مسوولین وایي، سږ کال هڅه کوي څو د ځمکنیو توتانو د کښت ازمایښتي پروسه په سوداګریزي پروسې بدله کړي.
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګونې رییس انعام الله ساپي ویلي: " غواړو، چې په راتلونکي کې د دغه ولایت په زرګونه جریبه ځمکه کې ځمکني توت وکرو، ځکه د اقلیم له اړخه دغه ولایت کې د دغې میوې لپاره د کښت ښه زمینه برابره ده، او ښه بازار هم لري."
په ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کښت په دې وروستیو کلونو کې عام شوی دی.