د افغان – جاپان روغتون مسوولان وایي، چې دې روغتون کې درمل او طبي وسایل کم دي او کارکوونکو ته یې هم د تېرو څلورو میاشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې.
په تېر افغان – جاپان روغتون د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره تر ټولو مجهز روغتون وو.
د افغان – جاپان روغتون سرطبیب طارق احمد اکبري ویلي:"له هغو مرستندویانو چې تېر کې یې موږ سره مرسته کوله، هیله لرو چې زموږ کارکوونکو ته تنخوا ورکړي ځکه چې ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي."
د افغان – جاپان روغتون یوه ډاکټر حشمتالله فیضی ویلي:"که مرستې بیا و نهشي، کېدای شي بشري ناورین پېښ شي."
افغان – جاپان روغتون کې پراته ناروغان هم د درملو د کمي شکایت کوي او په خبره یې په ورځو ورځو ورته درمل نه رسېږي.
یوه ناروغ عبدالرووف ویلي:"د تېرې شپې راهیسې هېڅ خدمات راته نهشته. درمل نهشته. ډاکټران پرون وزارت ته لاړل چې تنخواوې واخلي، خو تنخواوې یې ور نهکړې – اوس یې ویلي کار نه کوي."
د کووېډ-۱۹ یوه ناروغ عبدالرزاق ویلي:"د روغتیا برخه ډېره مهمه ده. باید ټول ورته پام وکړي. باید ډاکټرانو سره مرسته وشي چې ناروغانو ته ورسېږي."
په ورته وخت کې د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې د نړۍ بېوزله هېوادونو کې به تر راتلونکې یو کال پورې بیا کورونا خوره شي.
له دې سره د روغتیا وزارت وایي، چې تر اوسه ټول هېواد کې یو اعشاریه یو میلیون کسانو ته د کورونا ضد واکسین شوی، چې د هېواد د وګړو د شمېر پرتله کم شمېر دی.
په دې اړه مو اندونه