عربي متحده اماراتو لومړۍ فضايي بېړۍ فضا چې"اَمَل" هیله نومیږي مریخ ته واستوله او ټاکل شوې ده د مریخ په تړاو مالومات راټول کړي.
یاده بېړۍ به اوو میاشتو کې چې د فبروري میاشت او د اماراتو تاسیس کلیزه به وي، مریخ ته ورسیږي. بېړۍ جاپانه فضا ته وویشتل شوه.
د بېړۍ استول دوه ځله د هوا خرابۍ له کبله ځنډول شوي وو.
د عربي متحده اماراتو د فضايي بنسټ رییس، احمد بالهول ویلي دي:«فکر کوم ډېر د خوښۍ احساس لرم، خپله خوښي نشم اداره کولی. شپږ کاله کېدل چې په تمه وو. اوس لومړۍ پړاو پای ته ورسید او په تمه یو چې دوهم هم چې د زیګنال اخیستل دي پیل شي.»
اماراتي بېړۍ به د مریخ اتموسفیر او د ژوند امکانات مطالعه کړي.
اماراتو په ۲۰۱۷ کال کې یوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې تر ۲۱۱۷ کاله پورې مریخ کې د ژوند کولو امکانات برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ورځو کې امریکا او چین هم دوې بېړۍ مریخ ته ولیږي.
جاپان هم ۲۰۲۴ کال کې سپوږمۍ ته د یوې بېړۍ د استولو پلان لري.