افغانستان د قطر پر وړاندې فوټباله لوبه کې ۰ـ۱پر وړاندې ماته وخوړه.
دغه لوبه سې شنبې(د لړم په ۲۸مه نېټه) د اسیا د ملتونو ۲۰۲۳جام او د ۲۰۲۲ نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې ترسره شوه.
په دې لویه کې افغانستان د مصدومېدو له کبله خپل څو لوبغاړي له ځانه سره نه درلودل.
افغانستان د لوبې په لومړۍ نیمايي کې د یوه پنالټي څښتن هم شو، خو عمران حیدري ونه توانید چې دغه پنالټي به ګول بدل کړي.
د لوبې په دوهمه نیمايي کې هم افغانستان ونه توانید چې کوم ګول ترسهر کړي، او په ۷۶ دقیقه کې قطري لوبغاړي، اکرام عفیف د پنالټي له ټکي ګول ترسره کړ او د لوبې درې امتیاز یې خپل کړل.
د لوبې په دوام نورالله امیري او خیبر اماني لوبې ته د ننه شول او لوبې یرغلییز ډول خپل کړ، خو پایله کې بدلون رانغی او لوبه د یو د صفر پر وړاندې د قطر په ګټه پایته ورسېده.
د افغانستان د فټبال لوبډله اوس له څلور امتیاز سره له قطر اوعمان نه وروسته د پنځمې دلې په دریم ځای کې ده.
د افغانستان بله لوبه به د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د بنګله دیش په کوربته توب وي.
افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تر دې مهاله په دغو سیالیو کې یو لوبه له بنګلدېش لوبډلې ګټلې او بله يې د هند سره مساوي کړې ده.