افغانستان له زمبابوې سره د کرکټ پنځمه یو ورځنۍ لوبه ۱۴۶ منډو په توپیر وګټله.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د لوبو لړۍ کې ۴ یوې ورځنۍ پنځوس اوریزې لوبې په خپله ګټه پایته ورسولې او اتلولي یې خپله کړه.
د دې لوبو لړۍ کې یو لوبه د زمبابوې کرکټ لوبډلې ګټلې وه.
ټاکل شوې ده چې له دې لوبو وروسته افغانستان زمبابوې ته دلوبو په موخه ولاړ شي.
په زمبابوې کې د نړیوال جام لوبو ته د لار موندنې لپاره سره لوبه کوي او دا لوبې به د راتلونکې میاشتې په څلورمې ترسره کېږي.
نړیوالو لوبو ته د لارموندنې په لوبو کې لس هېوادونه سره لوبه کوي.