د اېرلنډ کریکټ بورډ له افغانستان سره د نهو لوبو د ترسره کېدو د نېټو بدلون سره هوکړه وکړه.
دا لوبې چې ټاکل شوې وې د فبروري میاشتې په ۲۳مه د افغانستان په کوربهتوب هند ې ترسره شي، خو اوس د افغانستان په غوښتنه دا لوبې مخکې راغلي او د همدې میاشتې په ۲۱ مه ترسره شي.
دا پرېکړه دواړو هېوادونو د هند غوره لیګ سره د تضاد نه رامنځته کولو په موخه کړ ده.
افغانستان او هند چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د ټسټ لوبو غړي توب ترلاسه کړی، تر اوسه دواړو یوه ټسټ لوبه ترسره کړې ده.
اېرلند خپله لومړۍ تسټ لوبه له پاکستان سره ترسره کړه او افغانستان هم له هند سره، خو دواړه لوبډلې د خپلو سیالانو پر وړاندې ماتې شوې.
افغانستان او ایرلنډ به درې ۲۰ اوریزې او یوه ټسیټ یوه ورځنۍ لوبه سره وکړي.