د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې، د فوټبال د نړیوال فډراسیون (فیفا) په نوې ډلبندۍ کې د ۱۰۵۲ امتیازونو په ترلاسه کولو سره خپل مخکی ځای یې وساته او ۱۴۹ مقام کې راغی.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله په اسیا کې هم «۳۰» مقام خپل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د هېواد د فوټبال لوبغاړي، تر راتلوونکې یوې میاشتې د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام او د ۲۰۲۳ چین ملتونو جام، غوراوي سیالیو کې په بنګله دېش کې د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
د هېواد ملي لوبډله، اوس د ۲۰۲۲ قطر نړیوال جام غوراوي سیالیو د پنځو لوبو په ترسره کولو او د ۴ امتیازونو په لرو د «اې» ګروپ په درېیم ځای کې دی.