د افغانستان کریکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوالو سیالیو جام نن(چهارشنبې د مرغومې په ۵مه نېټه) کابل ته راوړ.
ټاکل شوې دا جام نن له غرمې وروسته په دارالامان ماڼۍ کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خلکو نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان د کریکټ بورډ مشر، عزیزالله فضلي وايي:«موږ ډېر خوشاله یو او ویاړو چې نن دا کپ زموږ هېواد ته راوړل شوی دی، موږ باور لرو چې یوه ورځ به یې د خپلو لوبغاړو پرمټ ګټو او هېواد ته به یې راوړو.»
د هېواد د کریکټ لوبډلې لوبډل مشر، اصغر افغان زیاتوي:«موږ لا هم موکه لرو او لوبډله هم په ښه حالت کې ده، هیله لرو چې دا جام وګټو او هېواد ته یې راوړو.»
کابل کې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د کریکټ نړیوالو لوبو جام به سبا بامیانو او ورپسې هرات او کندهار ته خلکو ته د نندارې په موخه ولېږدول شي.
د نړیوال جام سیالۍ ۲۰۱۹ کال کې په انګلستان کې د لسو هېوادونو د لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې رئیس، عبدالهادي مسلم یار وایي، دا جام د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هڅو په ترڅ کې هېواد ته راوړل شوی او هیله ده چې ملي لوبغاړي په دې سیالیو کې ښه وځلېږي.