Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکل شوې کابل کې د وزلوبې لومړنی لیګ جوړ شي

ټاکل شوې ده؛ تر راتلوونکو درې ورځو په کابل کې د وزلوبې د لومړني لیګ سیالۍ ترسره او د دغه لیګ غوره څېرې ملي لوبډلې ته انتخاب کړل شي.

د هېواد د څوارلسو ولایتونو د وزلوبې د لوبډلو مسوولان د پچې اچونې په مراسمو کې چې کابل کې ترسره شول؛ راټول شوي دي.

مسوولان ددغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د وزلوبې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ورپېژندل بولي .

د بدني روزنې او اولمپیک ملي ملي کمېټې رییس حفیظ ولي په دې اړه وویل:«دغه سیالۍ چې ترسره کېږي، نه یوازې دننه په کور کې بلکې په ټوله نړۍ کې په ډېر مهم رول ولري. موږ د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره به په نږدې وخت کې دننه کابل کې د سیمه ییزو هېوادونو له حضور سره د وزلوبې سیالۍ جوړې کړو.» 

د وزلوبې د فډراسیون رییس سیف الدین تاندوغان هم څرګندوي:«هغه ښه لوبغاړي چې په ولایتونو او کلیو کې دي چې موږ باید د هغوی له ډلې غوره څېرې ملي لوبډلې ته انتخاب کړو.»

بلخوا ځينې لوبغاړي چې د هېواد له ولایتونو یې په دغو مراسمو کې ګډون کړی دی؛ د وزلوبې پر وړاندې له شته ستونزو سره سره، د دغه راز سیالیو ترسره کېدل په هېواد کې د دغه ورزش د بیا راژوندي کولو لپاره ګټور بولي.

د بغلان ولایت د وزلوبې د لوبډلې مسوول عنایت الله سخي صداق وايي:«موږ له درې میاشتو راهیسې د دغو سیالیو پر ترسراوي بوخت یوو چې ملي لوبډله رامنځته کړو؛ ځکه کله چې ګاونډي هېوادونه رابلل کېږي وکړای شو چې د هغو هېوادونو په سیالیو کې ګډون وکړو.»

 ټاکل شوې ده، په دغو سیالیو کې د فاریاب، تخار، کابل، پنجشېر، جوزجان، پروان، کندز، بدخشان، سمنګان، کاپیسا، سرپل، بغلان، بامیان مزار او د کابل د سولې لوبډلې د یوې اوونۍ لپاره د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو له لارې لس سلنه راټولې شوې پیسې به هغو ماشومانو ته د مرستې په توګه ورکړل شي چې د زړه د سوري ناروغۍ لري.

شریک یي کړئ