د سعودي عربستان یوه مخور شهزاده ترکي الفیصل، اسرائیل په تاوتریخجن چلند او انسان وژنې تورن وي.
شهزاده ترکي د امنیت په هکله یوې غونډه کې، اسرائیل یو ښکېلاکګر حکومت ګني او د هغه په وینا د فلسطینیانو ځمکه یې ښکېلاک کړې ده.
ښاغلي ترکي وایي چې د اسرایل په بېلابېلو پلمو فلسطینیان نیسي، کورونه یې ور ورانوي او د هر چا له وژلو مخ نه اړوي.
د سعودي عربستان شهزاده ترکي الفیصل وايي:«هغوی د فلسطینیانو کلي وسوځول؛ هغوی دا له شرمه ډک کار یې د نولس سوو اوه شپیتم کال له جګړې وروسته وکړ. د وسلې په کارولو سره د یوې خاورې د نه نیولو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له څو مصوبو سره سره، د اسرایلو ټولو حکومتونو دغو مصوبو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.»
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر چې تازه یې له اسرائیلو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړې او دغه راز د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت په تړاو په انلاین غونډ کې حضور درلود .
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګبي اشکنازي وویل:«د خپلې وینا په لړمړي سر کې، غواړم چې د عربستان د استازي ترکي الفیصل د نظر په هکله خواشیني څرګنده کړم، زه باوري یم چې دغه لیدلوري په منځني ختیځ کې د لیدلوري بدلونونه نه ښيي.»
ترکي الفیصل اسرائیل یو استعماري هېواد بولي او زیاتوي چې د سعودي عربستان له ګډون پرته، له اسرائیلو سره د اماراتو او بحرین وروستۍ هوکړې مهمې نه شي بلل کېدلای.