د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر دامنیک راب ویلي، د ۷ډلې هېوادونه د یوې تګلارې په لټه کې دي، چې وکړای شي په ګډه د روسیې او چین له لوري د ګواښونو مخه وکړي.
دامنیک راب د ۷ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې جوړېدوپه تړاو وویل، د چین او روسیې فعالیتونه ګواښوونکي دي، برېټانیا او متحدین یې کولی شي یوځای د دغو ګواښونو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي.
لندن به په روانه اوونۍ کې د برېټانیا، فرانسې، المان، امریکا، ایټالیا، جاپان او کاناډا په ګډون د نړۍ د ۷ صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ۷ډلې ناستې کوربه وي.
د راپورونو پر بنسټ، د روسیې لهخوا په ۲۰۱۴ کال کې د کریمیې د ټاپوګانو ضمیمې مساله، د هغه څه له امله چې روسیه له دغې ډلې وشړل شوه د دغې ناستې له مهمو بحثونو به وی.
دا په داسې حال کې ده، چې مسکو د لویدیځ هېوادونو لهخوا د لویدیځ پر ضد د غلطو تبلیغاتو په لاره اچولو هم تورن دی.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: " موږ غواړو، چې د ۷ ډلې هېوادونه په يوې تکذيبي چټکې کړنلار کې راولو. کله چې دروغ، جعلي خبرونه او تبلغات وینو، نه یوازې په فردي ډول باید په ډلهییزه توګه یې رد کړو او د دغه هېواد د روسیې، چین او ټولې نړۍ خلکو ته حقیقت ووایو."
په داسې وضعیت کې چې لویډیځه هېوادونه د چین له مخابراتي او دفاعي صنایعو څخه وېره لري، د ۷ډله هڅه کوي، چې د چین او روسیې پر وړاندې خپله ټلواله پراخه کړي.
په بیجنګ کې د سنکیانګ پر مسلمانانو ظلم او په پوځي، اقتصادي او ټکنالوژۍ برخه کې د چین د پرمختګ پر وړاندې د لویدیځ اندېښنې به د دغې ناستې له مهمو موضوعاتو وي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: " موږ لپاره د هغو هېوادونو د یووالي پراخوالی، چې د ازادې ټولنې، بشر حقونو، ډیموکراسۍ او ازاده تجارت پلویان دي مهمه ده. هغوی چې غواړي، د کورونا د پراختیا ژورتیا ته ځان ورسوي غواړي، د کوواکس پروګرام، چې د نړۍ ناداره هېوادونو ته د واکسینونو لېږد دی په سمه توګه عملي شي. موږ غواړو، چې په دغې برخه کې د هېوادونو ټلواله پراخه شي او چین او روسیه هم له دغو هڅو سره یوځای شي."
خو د چین تګلاره د ځینو هېوادونو لپاره د منلو نهده؛ د نیوزیلنډ لومړي وزیر په دغې ناسته کې وویل، چې د دوو هېوادونو د لیدلوري نږدې کول ګران شوي.
د نیوزیلند لومړی وزیر جسیندا اردرن وایي: " متفاوته تاریخ ته په کتو، متفاوته نړۍ لید او متفاوته سیاسي نظام سره د مهمو مسایلو په تړاو چین او نیوزیلنډ به د متفاوته لیدلوری ولري. موږ به د هر وخت په څېر په دې برخه کې کار وکړو؛ خو لکه څنګه چې تېره میاشت د بهرنیو چارو وزیر وویل، باید دا ومنو، چې داسې مسایل شته چې چین او نیوزیلنډ پرې هوکړه نهلري او وبه نهشي کړای، چې پرې یوې هوکړې ته ورسېږي. دا باید زموږ اړېکې منحرفه نهکړي، ځکه چې دا یو واقعیت دی."
برېټانیا په داسې حال کې د ۷ډلې او د روسیې او چین پر ضد د هڅو کوربه ده، چې د ځان د امنیت پر وړاندې روسیه یو لوی ګواښ او چین د یو اوږدمهاله پوځي، اقتصادي او ټکنالوژۍ ننګوونکی بولي.