Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا اوهایو کې ولې خلک غواړي د کورونا واکسین ورته وشي؟

د امریکا په اوهایو ایالت کې ګڼ خلک غواړي د کورونا ضد واکسین ورته شوي، چې د یوې جایزې ګټونکي هم شي.

وروسته تر هغې چې د امریکا په اوهایو ایالت کې د کورونا ضد واکسین شویو ته د یو میلیون ډالرو جایزه وټاکل شوه، نو د هغو کسانو شمېر خورا زیات شو چې غواړي د کورونا ضد واکسین ورته شي.
 
د یو میلیون ډالرو جایزې تر څانګ ګټونکو ته، د تحصیلي بورسیو او رسټورانټونو کې د خوراک جایزې هم په پام کې نیول شوې دي. 

امریکا کې چې مرکزي او ولایتي حکومتونه خلک د کورونا ضد واکسینو تطبیق ته هڅوي، خو بیا هم ټول خلک واکسینو ته زړه نه ښه کوي.

له همدې کبله خو په اوهایو ایالت کې حکومت، واکسین شویو ته جایزې بېلې کړې دي، چې تر ټول ارزښت لرونکې یې د یو میلیون ډالرو ده.

د اوهایو یوه اوسېدونکي ویلي: «فکر کوم دا یو ښه سیاست دی، چې خلک واکسینو ته هڅوي. زه داسې خلک پېژنم، چې د یو میلیون ډالرو او یا هم تحصیلي بورسیې لپاره یې واکسین وکړ.»

امریکایي چارواکو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په تېرو دوو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر کم شو، چې د کورونا واکسین ورته کېدل.

چارواکو له ۱۲ کلنۍ تر ۱۷ کلنۍ خلکو ته د بورسیو جایزه په پام کې نیولې ده.

تراوسه څلورو کسانو دغه جایزې ګټلې دي او ټاکل شوي شپږ تنه نور هم ګټونکي شي.

د اریک زودنسکي په نامه یوه روغتیايي سلاکار وویل: «اوس یو ځل بیا په شک کې یوو چې د واکسینېدونکو شمېر خو به کم نه شي او که زیات به شي. باید ومومو چې اصلي خنډونه څه دي؟ تر څو وکړای شو خپل پیغامونه زیات کړو او

هغو کسانو ته ورسېږو چې مخه کې یې خنډونه دي او واکسین نه‌کوي.»

امریکا د ټولې نړۍ په کچه کورونا ډېر ځپلی هېواد دی، چې تراوسه یې ۴۱ سلنه وګړو ته د کورونا ضد واکسین تطبیق شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه