Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رای اچونې پیل

نن (جمعه د غبرګولي په ۲۸ مه) ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې رای اچونه پیل شوه.

ټول ایران کې خلک ډلې ډلې د رای اچونې مرکزونو ته روان شوي او رایې کاروي.

د ایران ولسمشرۍ ټاکنو ته شپږ کسان نوماندان دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، له لومړیو کسانو وو، چې نن سهار یې خپله رایه وکاروله.

خامنه يي پر خلکو غږ وکړ چې ټول دې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ایران کې اوسنۍ ټاکنې په کور دننه او بهر ځینو سیاسي ډلو تحریم کړې دي، چې کېدای شي له همدې کبله د ګډونوالو شمېر کم وي.

د نګهبان شورا د ځینو کسانو نوماندي رد کړې هم ده.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال چې د ټاکنو سمبالوونکی هم دی، وايي د سروې ګانو پایلې دي، جې کېدای شي له ۳۷ تر ۴۷ سلنې پورې خلک ټاکنو کې رایې وکاروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه