د ترکیې ولسمشر او د سوریې په شمال کې کردي ځواکونو ویلي دي چې امریکايي ځواکونو له شمالي سیمو د وتو بهیر پیل کړی دی.
د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر یوازې څو ساعته وروسته له هغې پیل شوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان سره ټلفوني خبرې کړې دي.
له دغو ټلفوني خبرو اترو وروسته سپينې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وویل چې ترکیې ځواکونه به پلان شوي عملیات د سوریې په شمال کې ترسره کړي، خو امریکايي ځواکونه به په دې پوځي عملیاتو کې ګډون ونه کړي.
د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې ښایې هره شېبه دا پوځي عملیات بیل شي؛ خو کردي ځواکونه وايي چې د ترکي ځواکونوپر وړاندې به له ځانه دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان (شنبې د تلې په ۱۳مه نېټه) وویل، د سوریې په خیتځ فرات سینډ څنډه کې به پوځي عملیات پیل کړي.
ده زیاته کړه چې دا پوځي عملیات به له هوا او ځمکې ترسره کړي.
اردوغان همداراز د سوریې په شمال کې د امریکايي او ترکیې ګډون ځواکونو پیره بې اغېزه وبلله.
دا په داسې حال کې ده چې دواړو هېوادونو درې ځله د سوریې په شمالي سیمو کې خپلې پېرې ترسره کړې دي.