له ایرانه تازه خپاره شوي انځورونه ښیې چې امنیتي مامورین له شخصي کالیو سره اعتراض کوونکي وهي او له ځانه سره یې بیايي.
د ایران په شېراز ښار کې د استوشیټډ پرس خبریال لخوا اخیستل شوې ویډیو ښیې چې امنیتي مامورین د اعتراض کوونکو د خواره کېدو لپاره ډزې کوي.
همداراز کرمان ښار کې هم لیدل کېږي چې امنیتي کسان پر موټرسایکلونو سپاره دي او اعتراض کوونکي تعقیبوي.
سره له دې چې د ایران حکومت د اعتراض کوونکو په ځپلو او وژلو تورن دی، په دې وروستیو کې د دغه هېواد د سپاه پاسدارانو مرستیال، علي فدوي ویلي چې د اعتراض کوونکو په منځ کې یو شمېر کسانو وو او پر اعتراض کوونکو یې له نېږدې دزې کړې دي.
علي فدوي همداراز امریکا په ایران کې د بدوغوښتونکو کارونو په ملاتړ تورنوي او وايي چې امریکا د انټرنټ په کاروونې سره غواړی چې ایران کې خپل کرغېړن کارونه مخې ته یووسي.
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال بنسټ هم د اعتراضونو له پیله د ۱۱۵ اعتراض کوونکو له وژل کېدو خبر ورکوي، خو وايي چې دا شمېر کره نه دی. ایران کې د تیلو بیوو زیاتوالي په غبرګون کې خلکو اعتراضونه پیل کړل.
په همدې حال کې ایران د بخښنې نړیوال بنسټ لخوا د وژل شویو په تړاو شمېرې سمې نه بولي.