د ایران د روغتیا وزارت یک شنبې(د کب په ۱۱مه نېته) ویلي دي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۵۴ تنو ته رسېدلی.
له بلې خوا امریکا متحده ایالاتو هغو کسانو ته محدودیت ټاکلی چې په وروستیو څوارلسو ورځو کې ایران ته تللي دي.
د ا مریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي:«موږ پر هغو کسانو چې وروستیو څوارلسو ورځو کې ایران ته تللي دي د سفر محدودیت وضع کوو. د کرونا ویروس هلته ډېر خپور شوی دی.»
دغه ویروس د نړۍ ۵۰ هېوادونو کې خپور شوی او تر اوسه یې د دریوو زرو زیاتو کسانو ژوند اخیستی دی او ۸۶ زره نور پرې اخته دي.
په همدې حال کې د ایران یو شمېر ګاونډیو هېوادونو هم له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلې دي.
مخکې له دې د روغتیا نړیوال بنسټ په ایران، سویلي کوریا او ایټالیا کې د کرونا ویروس د ډېرې خپرېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.
دغه بنسټ ویلي که د نړۍ هېوادونه د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي، د هغې له پراختیا به مخنیوی وشي.