د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، مارک اسپر وايي چې د ترکي په شمال ختیځ کې د ترکیې پوځي عملیاتو په ترڅ کې ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مارک اسپر زیاتوي چې دغه عملیات د یو شمېر خطرناکو داعش وسله والو د خوشې کېدو لامل شوي دي.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې پر ترکیې په درانه بندیزونه ولګوي او همداراز د فولادو راکړه ورکړه کې به هم تعرفې تر پنځوس سلنې زیاتې شي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمیز راپور ورکړی دی چې امریکا په ترکیه کې د خپلو هستوي وسلو د ساتلو په تړاو بیا کتنې په فکر کې ده. اوسمهال امریکا په ترکیه کې پنځوس هستوي بمونه لري.
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان په د روانې میاشتې اکتوبر په لسمه نېټه خپله تویټر پاڼه کې د سوریې په شمال کې د ترکي پوځيانو د عملیاتو له پیله خبر ورکړ.
ترکیه وایي، د سوریې شمال کې کُرد ملیشه ترهګر دي او د ترکیې امنیت ته ګواښ پېښوي.
ترکیه غواړي دا سیمه په سوریه کې یوه خوندي سیمه وي.
ترکیه په داسې حال کې د سوریې په شمال کې خپل پوځي بریدونه پیلوي، چې سوریه دا کار یرغل بولي او د دغه کار له بدو پایلو خبر ورکوي.