Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان لوی درستیز د طالبانو تحریک د ۱۱ غړو اعدام تایید کړ

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستاني طالبانو د ۱۱ تنو غړو د اعدام حکم چې د دغه هېواد د پوځي محکې له خوا مجرم پېژندل شوي وو، تایید کړ.

د پاکستان پوځ وايي چې د طالبانو د تحریک دغو غړو، د ۳۶ ولسي وګړو او ۲۴ پاکستاني پوځيانو په وژلو کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې قمر باجوه، د درې تنو نور چې په ترهګریزو بریدونو کې یې لاس درلود د زنداني کېدو حکم هم لاسلیک کړی دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي، هغه طالبان چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې شوی، تورن دي چې  په پاکستان کې د جلا ترهګریزو عملیاتو په لړ کې ۳۶ ولسي وګړي او د دغه هېواد ۲۴ امنیتي ځواکونه وژلي دي.

که‎څه هم خلک په پوځي محاکمه کې د حضور حق نه‎لري، خو تورن کسان اجازه لري مدافع وکیل ولري.

په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د پاکستان په پېښور ښار کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته چې په هغه کې ۱۵۰ تنه د پاکستان حکومت، په پوځي محکمه کې د ترهګرو محاکه له سره پیل کړه.

شریک یي کړئ