Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اسراییل سره د متحده عربي اماراتو د هوکړې پر وړاندې غبرګونونه

د اماراتو او اسراییل ترمنځ د ډپيلوماټیکو اړیکو پر سر هوکړه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

له دې ډلې ترکیه وايي چې له متحده عربي اماراتو سره د خپلو ډيپلوماټيکو اړیکو د ځنډ په اړه څېړنه کوي.

د ترکیې ولسمشر د اماراتو او اسیراییلو پر هوکړې له نیوکې سره وايي چې دا کار د فلسطین پر ضد اقدام دی.

ترکیه په خپله له اسراییل سره ډپيلوماټيکې او سوداګریزې اړیکې لري؛ خو په ۲۰۱۰ز کال کې کله چې د اسراییلو د ځانګړو ځواکونو له خوا د ترکیې د بشري حقونو ۱۰ تنه فعالان ووژل شول، دا اړیکې خپلې تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېدې.

امارات له مصر او اردن وروسته درېیم عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره ډپيلوماټيکې اړیکې ټینګ وي.

بلخوا د غزې په تړانګه او ختیځ بیت المقدس کې فلسطینیان د دغې هوکړې پر ضد لاریون کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې اړه وايي:«د فلسطین پر ضد دا کړنه له پامه نه شو غورځولای. ښايي فلسطین په اماراتو کې خپل سفارت وتړي او دا زموږ لپاره هم صدق کوي. ما بهرنیو چارو وزیر ته ویلي دي چې د ډپيلوماټیکو اړیکو د ځنډولو لپاره د ابوظبۍ له مشرتابه او یا هم له اماراتو زموږ د سفیر له غوښتلو سره اقدام وکړي؛ ځکه چې موږ د فلسطین د خلکو ترڅنګ ولاړ یوو.»

ظاهراً دغې مسلې د فلسطیني سیالې ډلې سره متحد کړې دي؛ ځکه چې په ختیځ بیت المقدس کې له لاریون سره جوخت، د غزې په تړانګه کې د حماس غورځنګ غړو هم په لاریون لاس پورې کړ.

د حماس غورځنګ غړی مشیر المصري وویل:«امارات باید د عربو په نړۍ کې منزوي شي او دا اقدام یې، یو جرمي کار پېژندل کېږي. د نړۍ هېوادونه باید د فلسطین د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د فلسطین د خلکو له یووالي او د اماراتو له صهیونیستي هوکړې سره د هغوی له مخالفته ملاتړ وکړي.»   

شریک یي کړئ