Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاستوالان: سولې ته د رسېدو لپاره کابل کې اجماع نشته

ځينې سیاستوالان او قانون جوړونکي وايي د دې سربېره چې طالبان د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره مذاکرتې ته حاضر شول خو په کابل کې سولې ته د رسېدو لپاره اجماع نشته.

دا سیاستوالان په اوسنیو شرایطو کې د ملي روغې جوړې د غړو په هکله اختلافونه د اندېښنې وړ ګڼي او د حکومت مشران په ځان ځانۍ تورن وي.
  
هغوی وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی یوه ملاتړ او کابل کې واحد ادرس ته اړتیا لري او د اختلافونو دوام کولای شي چې دغه بهیر ته زیان ورسوي.
    
د سیاسي محور د بهیر مرستیال تمیم نورستانی وايي:«ډاکټر صاحبان (اشرف غني او عبدالله) دې سره کېښني او خپلمنځي ستونزې دې حل کړي.»

د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي هم وویل:«اوس په مذاکرې کې دوه اړخونه دي. نو لازمه ده چې د جمهوریت لیکه سمبال شي او هغه اختلافونه چې د ارګ او سپیدار ترمنځ دي حل شي او د مصالحې شورا ډېر ژر بشپړه شي او دا یوه سخت ملاتړ دی چې زموږ پلاوی په دوحه کې ورته اړتیا لري.»

نژدې شل ورځې وړاندې ولسمشر په یوه فرمان کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي اعلان کړل، خو تر هغه یوه ورځ وروسته عبدالله عبدالله د ولسمشر له لوري د دې شورا د غړو له اعلان سره مخالفت وکړ او تر اوسه هم دا اختلاف دوام لري.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې نه څه باندې ۱۲۰ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه دا شورا په رسمي توګه نه ده جوړه شوې او د دې شورا د غړو پر سر د اختلافونو له امله یې تر اوسه کومه غونډه نه ده کړې.

ارګ په دې تړاو څه نه وایي خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند د تېرو ورځو او میاشتو په څېر په نژدې موده کې ددې شورا د غړو د اعلانېدو خبره کوي .
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون داسې وايي:«د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس له ټولو سیاسي بهیرونو او جهادي مشرانو... سره لیدنې لرلې دي او ډېر ژر به دا نوملړ اعلان شي.»

په دې لړ کې ځينې هېوادوال په داسې حال کې چې د دغو اختلافونو دوام د هېواد په ګټه نه بولي وایي چې تاریخ به د هېواد د مشرانو د کړنو په تړاو قضاوت وکړي.
 
شریک یي کړئ