ملي دفاع وزارت نن یکشنبې (د وږي په ۳۰ مه) په یوې خبرپاڼه کې وايي په تېرو شپږو میاشتو کې د ملي پوځ ځواکونه توانېدلي دي چې څلور زره او ۷۷۸ ماینونه چې د طالبانو له خوا په استوکنیزو سیمو، سړکونو او لویو لارو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې «د طالبانو مایونه او چاودېدونکو توکو ولسي وګړو ته د زیان رسونې ترڅنګ، په ډېریو ولایتونو کې سړکونو، لویو لارو او د هېواد زیربناوو ته هم زیان رسولی دی.»
د دفاع وزارت په وینا«د دا ډول ماینونو او چاودېدونکو توکو کارونه د طالبانو تکتیکي جګړه ده او د هغوی کارونه یې زیاته کړې ده.»
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.