Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: د طالبانو ماین چاودنه کې ۳ ملکي کسانو ژوند بایلود

د ارزګان والي، محمدعمر شېرزاد وايي د کندهارـ ترينکوټ پر لويه لاره د طالبانو لخوا د ښخ کړل شوي ماين چادونې له کبله درېیو ملکي کسانو ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

ښاغلی شېرزاد وايي پېښه نن سهار(شنبې د کب په ۲۳مه نېټه) سرخبیت سیمه کې په داسې حال کې شوې چې د ملکي کسانو د سورلۍ موتر د طالبانو لخوا پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی دی.

ښاغلی شېرزاد زیاتوي قربانیانو کې دوه نارینه، یو ماشوم او په ټپيانو کې درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

والي همدرازا وايي ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او قربانیان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

هغه د پېښې غندولو سره څرګندوي:«دا د طالبانو تحفه وه چې نن سهار یې خلکو ته ورکړه، دا د دوی(طالبانو)لوا یو وحشت دی چې په لویو لارو کې ماینونه ږدي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.‎»

د ارزګان والي وايي قربانیانو کې دوه نارینه، یو ماشوم او په ټپيانو کې درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

Thumbnail

د ارزګان والي، محمدعمر شېرزاد وايي د کندهارـ ترينکوټ پر لويه لاره د طالبانو لخوا د ښخ کړل شوي ماين چادونې له کبله درېیو ملکي کسانو ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

ښاغلی شېرزاد وايي پېښه نن سهار(شنبې د کب په ۲۳مه نېټه) سرخبیت سیمه کې په داسې حال کې شوې چې د ملکي کسانو د سورلۍ موتر د طالبانو لخوا پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی دی.

ښاغلی شېرزاد زیاتوي قربانیانو کې دوه نارینه، یو ماشوم او په ټپيانو کې درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.

والي همدرازا وايي ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او قربانیان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

هغه د پېښې غندولو سره څرګندوي:«دا د طالبانو تحفه وه چې نن سهار یې خلکو ته ورکړه، دا د دوی(طالبانو)لوا یو وحشت دی چې په لویو لارو کې ماینونه ږدي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.‎»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه