Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنه: د مذاکراتو بریا په اوربند کې ده

د ګوهرشاد پوهنتون په یوې نظرپوښنه کې چې نن دوشنبې (د وږي په ۳۱مه) په کابل کې خپره شوې د دې ښودنه کوي چې د ۱۲۰۰ زده کړیالان د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د پلاویو ترمنځ د مذاکراتو بریا په اوربند ګڼي او تاوتریخوالي دوام د دغو مذاکراتو د ماتې یو له لاملونو ګڼي.

د دې نظر پوښتنې زیاتره پوښتل شوي کسان چې زده کړیالانې دي د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنه او د تعلیم او کارموندنې پر حق باندې ټینګار کړی دی.

د دغې نظرپوښتنې د خپراوي په غونډه کې د ملي پخلاینې د عالي شورا سیاسي مرستیال ویلي چې له طالبانو سره به هوکړه ډېره سخته وي، د نوموړي په خبره چې د مذهبي ازادۍ، ښځو حقونو، بیان ازادۍ او دې ته ورته نورو برخو کې تر اوسه د طالبانو نظر روښانه نه دي. 
  
محصله وحیده احمدي وايي:«ژر تر ژره باید سوله وشي هېواد مې ارام شي نور نو موږ له جګړې ستومانه شوي یوو.»

بله محصله زهرا حیدري هم وايي:«د مېرمنو غږ او حق او حقوق یې له پامه مه غورځوئ!»

د دې نظر پوښتنې له مخې ډېری پوښتل شویو کسانو پر عمومي اوربند، د جمهموري نظام پر ساتنې، د بهرنیو سلاکارانو د کار پر غځېدو او له امریکا سره د امنیتي تړون پر دوام ټینګار کړی دی.

په دې نظر پوښتنه کې محصلینو په دولتي ادارو کې د طالبانو ادغام ته مثبته رایه ورکړې ده، خو د هر ډول وېش او طالبانو ته د ادارو د ورکولو مخالفت یې کړی دی.
 
څېړونکی محمد باقر ذکي وايي:«ډېریو زده کړیالانو د اوربند لزوم ته موافقه رایه ورکړې ده.»

د طالبانو بې وسلې کول، د جنګي مجرمانو مجازات او د جمهوري نظام ساتنه په دې نظر پوښتنه کې د محصلینو نورې غوښتنې دي.

خو د تاوتریخوالي دوام، د طالبانو خورا ډېرې غوښتنې او دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوریت د استازو تر منځ نه همغږي له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د احتمالي ماتې لاملونه بلل شوي دي.
 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي وویل:«ستونزمنه او پېچلې لار په مخ کې لرو خو هیله لرو چې سولې ته ورسېږو.»

دا نظر پوښتنه د هغو پوښتنپاڼو له مخې برابره شوې ده چې ۱۲۰۰ محصلینو یې ځوابونه ورکړي دي. د دې نظر پوښتنې ۳۲۰ ځوابویونکي مېرمنې دي.

شریک یي کړئ