د ارزګان د والي ویاند، زړګی عبادي ګېزاب ولسوالۍ کې د ۱۴ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
نوموړی وايي چې تېره شپه مخالفو وسله والو پر یادې ولسوالۍ له درېیو لورو بریدونه وکړل او پایله کې یې یاد شمېر سرتېري ووژل شول.
ښاغلی عبادي زياتوي چې یو شمېر سرتېرو تکتیکي شا تګ کړی، څو د ترهګرو پر وړاندې کلک دفاعي خط رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یوازې څلرویشتو ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې څه باندې۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.
• ۱۱ افغان سرتېري د کندهار په معروف او تخته پل ولسوالیو کې
• ۸ افغان سرتېري د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې
• ۹ تنه افغان سرتېري تخار کې
• ۵ تنه د ملي امنیت سرتېري بلخ کې
• او ۲۰ تنه هم میدان وردګو کې وژل شوي دي