وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۳۵۷ کال د تلې شپږمه؛ کابل کې د طالبانو له رژيمه ۲۴ کاله وروسته

دا هغه وخت وو چې د طالب ډلې له تاسیس څخه یوازې دوه کاله تېرېدل؛ خو هغه څه چې د مجاهدینو د حکومت څو ټوټېوالی او د خپلو ډلو ترمنځ جګړه بلل کېږي، د دې لامل شو چې طالبان ډېر ژر د هېواد لوی ښارونه یو د بل پسې ونیسي.

کابل ته د طالبانو له ننوتو سره، د مجاهدینو د دولت ځواکونه، له پلازمېنې بهر شول او د طالبانو رژیم د پنځو کلونو لپاره دوام وکړ.

د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي د ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې د شپږمې یو ډول کیسې لري. هر څه په ساعتونو  او په ډېر کراره د خلکو د سترګو په مخکې بدل شول او طالبانو په کابل کې د مجاهدینو ځای ونیو.

د دې ورځې د شاهدان دا ورځ شېبه په شېبه په یاد ده.

د مجاهدینو د ډلو تر منځ له جګړو ستړي خلک له شک سره  ملې هیلې سره د یوې بلې ډلې چې طالبان وو هرکلي ته ووت. ان په لومړي سر کې د دې ډلې سختو قوانینو هم دا هیلې مړاوې نه کړې؛ خو له هغه وخت نه ځينې پاتې تصویرونه او خبرې ښيي چې په کابل کې د طالبانو له حضور نه د څو میاشتو وروسته کیسو او د هغې دورې په تړاو د خلکو د اوسنیو نظرونو تر منځ ورته والی شته.
 
په دې لړ کې د ډېری هغو نجونو او ښځو لپاره چې د طالبانو له دورې مخکې هم له ناخوالو سره مخ وې، د هېواد پر لوی ښار د دې ډلې د ولکې ټینګېدل د ډېرو هیلو د پای ته رسېدو په مانا نه وو.

د ولسي جرګې غړې شهناز غوثي وایي چې د طالبانو په دوره کې په ځلونو د دې ډلې له قوانینو د سرغړونې له امله د نجونو او ښځو د وهلو شاهده وه. د سترګو دغه لیدلی حال دا او نورې مېرمنې تر ډېره د هېواد د اوسنیو او راتلوونکو ستونزو پر وړاندې مبارزې ته هڅوي.

شهناز غوثی، عضو مجلس نماینده‌گان

د ولسي جرګې غړې شهناز غوثي

اغلې غوثي زیاته کړه:«موږ هغه کسان وو چې په شلو کلونو کې، د خپلو وروڼو ترڅنګ کار کړی، زیار ګاللی، هڅه مو کړئ. نن موږ حق لرو چې کار وکړو، نن حق لرو چې په خپله ټولنه کې واوسو.»

پر افغانستان د مجاهدینو او طالبانو د یوې لسیزې واکمنۍ پر مهال ډېر نظرونه شته، خو تر ټولو لوی علت چې د دواړو دورو د ړنګېدو لامل شو، خپلمنځي اختلافات او هغه جګړې بلل کېږې چې په دې دوره کې روانې وي.

د وطن د مبارزو ځوانانو د سازمان منشي محمد موسی پکتین وویل:«داسې شرایط وو چې افغانستان له هر لوري تر برید لاندې و او ځواکونه په خپل منځ کې سره ښکېل وو؛ ونه توانېدل چې د خلکو غوښتنې پوره کړي.»

اوس د طالبانو په لاس د کابل له سقوط نه ۲۴ کاله وروسته؛ دا ډله چې د تېرکال یې په تلې میاشت کې له امریکایانو سره سوله وکړه؛ له افغان حکومت سره مذاکرې ته چمتو شوې ده.

خو د مذاکراتو بهیر یوازې پرانستل شوی دی او تر اوسه رسمي خبري نه دي پېل شوي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنیتي وضعیت په تړاو رپوټونه ښيي چې دغو هڅو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ پر جګړې هم دومره اغېز نه دی کړی.

د ډاکټر نجیب الله وژل کېدل

د تلې په شپږمه د کابل له نیول کېدو سره، طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاهپور ووژل او مړي یې د اریانا کابل په څلور لارې کې وځړول شول.

نن د ډاکټر نجیب د تلین د مراسمو د جوړېدو د کمېسیون غړي او د هغه پلویان وایي چې د ولسمشر د رسمي لارښوونې له مخې ټاکل شوې وه چې دا مراسم د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي؛ خو د څرګندو او ناګرڅرګندو لاملونو له مخې حکومت د دغه کار مخه نیولې ده.
 
د ډاکټر نجیب الله پلویان او د وطن ګوند غړي چې وايي څه باندې لسو زرو تنو کسانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.

دلته په ګردیز ښار کې د ډاکټر نجیب یو شمېر پلویانو د هغه پر قبر د ګلانو ګېډۍ کېښوده. 

د ډاکټر نجیب الله پلوی شفیق وویل:«له ولسمشرۍ نه موږ ته اطلاع راوسېده چې تاسې نه شئ کولای د لویې جرګې خیمې په تالار کې مراسم جوړ شي.»

په دغه لیک کې چې د افغانستان د اسلامي ګوندونو په نوم خپور شوی دی، حکومت ته خبرداری ورکړی شوی دی چې د دغو مراسمو د ترسره کېدو مخه دې ونسي؛ خو تر اوسه هېڅ ادارې دا لیک نه دی تایید کړی.
 
ګلبدین حکمتیار د جمعې پر ورځ له خپلو پلویانو غوښتې وو چې د دغو مراسمو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي:«د جاني او قاتل نجیب د تلین په مراسمو کې، د لویې جرګې خیمه یا بل ځای کلابند او ټولې لارې وتړئ.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د لویې جرګې تالار د ولسمشر د حکم په صادرېدو سره سیاسي او ناسیاسي ادارو ته ورکول کېږي، خو د پروګرامونو د ډول او مدیریت کې یې ولسمشرۍ ماڼۍ لاسوهنه نه کوي.

د ډاکټر نجیب مېرمنې فتانې ګیلاني د هغه د څلرویشتم تلین په مناسبت پيغام کې ویلي دي چې دا او بچیان یې د هېواد د ۴۰ کلنې جګړې له ټولو قربانیانو سره ګډ درد لري.

فتانه نجیب وايي:«زه او اولادونه مې د ۴۰ کلنې جګړې تراژيدي او په زهرو ککړ تریخوالی او د هغه ټول ترخې اغېزې، له سترې بیې سره، یعنې د دکتور نجیب الله شهادت او او شهید احمدزي سره مو څکلي او د دغې ملي ناورین دروندوالی د هرې افغانې کورنۍ پر سر په بشپړه توګه احساس وم. موږ له دغو ټولو کورنیو سره یو ګډ درد لرو.»

د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې اعتراضونه

له دې ټولو سره هم مهاله، د طالبانو په رژيم کې د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ د دغې ډلې د برید د قربانیانو کورنۍ، په یوې سوله ییز لاریون کې وايي چې د سولې خبرو اترو کې دې د ټولنې د ټولو طبقو ونډه روښانه کړل شي، هغوی به طالبان وبښي

د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې سوله ییز لاریون

د جګړې د قربانیانو کورنۍ وايي چې ۲۴ کاله مخکې کله چې طالبانو پر دغې ولسوالۍ برید وکړ، په ډېرو تاوتریخوالیو یې لاس پورې کړ.

دا  کندل قریشي چې په خورا سختۍ سره پر لاره ځي او ظاهراً یې پښه معیوبه ده، وایي د جګړو ناوړه پایلو له ۲۴ کلونو راهیسې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

کندل قریشي او د طلوع نیوز خبریاله فریبا سادات

د جګړې قرباني کندل قریشي څرګنده کړه:«جنایات خو نه بښوونکي دي. جنایت جنایت دی، خو دا چې زموږ د ماشومانو راتلوونکی زموږ د هېواد راتلوونکی تضمین شي چې دا سوله دوامداره وي، موږ پر دې راضي یوو.»

په هېواد کې د جګړو د قربانانو کورنۍ تمه لري چې له طالبانو سره په هر ډول هوکړه کې د ټولو خلکو په تېره بیا د هغوی چې قرباني یې ورکړې ده حق په پام کې ونیول شي.

شریک یي کړئ