Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجیب الله تلین لمانځني پر ضد لاریون

کابل کې د ځینو سیاسي ګوندونو پلویانو د پخواني ولسمشر، ډاکټرنجیب الله د ۲۴ تلین لمانځني ضد لاریون وکړ.

دوی نن(پنجشنبې د تلي په ۱۰مه نېټه) چې د لویې جرګې خیمې ته ورغلې لارې یې هم بندې کړي، د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ۲۴ م تلین د احتمالې غونډې مخنیوي هڅې کولې.

اعتراض کوونکي وایي افغان حکومت د داکتر نجیب الله ځینو پلویانو سره په ګډه غواړي لویه جرګه کې غونډه وکړي.

معترضانو داکتر نجیب الله تورن کړی چې بېګناه خلک یې وژلي، خو د ډاکټر نجیب الله پلویانو دا خبرې رد کړې دي.

ټاکل شوې وه د روانې تلې میاشتې په پنځمه نېټه د ډاکټر نجیب د تلین مراسم د کابل لویې جرګې تالار کې ولمانځل شي، خو مخه یې ونیول شوه.

‎د مراسمو د جوړېدو د کمېسیون غړو او د هغه پلویانو ویلي وو چې د ولسمشر د رسمي لارښوونې له مخې ټاکل شوې وه چې دا مراسم د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي؛ خو د څرګندو او ناګرڅرګندو لاملونو له مخې حکومت د دغه کار مخه نیولې ده.

د ډاکټر نجیب الله پلویان او د وطن ګوند غړي چې وايي څه باندې لسو زرو تنو کسانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.

ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې پر ورځ له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د دغو مراسمو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د لویې جرګې تالار د ولسمشر د حکم په صادرېدو سره سیاسي او ناسیاسي ادارو ته ورکول کېږي، خو د پروګرامونو د ډول او مدیریت کې یې ولسمشرۍ ماڼۍ لاسوهنه نه کوي.

څلرویشت کاله مخکې د تلې په شپږمه د کابل له نیول کېدو سره، طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاهپور ووژل او مړي یې د اریانا کابل په څلور لارې کې وځړول شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه