Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غويي اوومې کودتا او د دې ورځې پایلې

نن (پنج‌شنبه د غويي اوومه) په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند د کودتا له ۴۵ کالیزې سره برابره ده.

دغه ګوند په ۱۳۵۷ کال کې د یوې خونړۍ کودتا له لارې د سردار محمد داوود خان لومړنی جمهوري نظام نسکور او واک یې تر لاسه کړ.

په د‌ې کودتا سره د هماغه وخت ولسمشر داوود خان د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره ووژل شو او تر هغې وروسته د خلق ډيموکراټیک غوند پر افغانستان واکمن شو.

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي: «داوود خان له هغو کسانو سره چې له هغه سره و، ټولې وزارت خونې انحصار کړې وې او کار اهل د کار ته نه و سپارل شوی. ډېرو ټیټ پوړو کسانو ته یې لوړ پوسټونه ورکړل. په همدې خاطر په ډېرې اسانۍ سره کودتا ته زمینه برابره شوه. په ډېر کوچني حرکت سره حکومت وپاشل شو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني ستر سلاکار فقیر میوند وايي: «ډېر بدلونونه راغلل، ډېرې لاسته راوړنې یې درلودې، خو بدمرغۍ هم ورسره مل وې، دا بدمرغۍ د پالیسي، یووالي او خلکو د پیوستون د نشتوالي له کبله وې.»

څلور شپېته کلن محمد اغا ذکي چې په هغه وخت کې د ملي راډیو-ټلویزیون ځوان ویاند و، وايي، د کودتا په ورځ د هغه وخت د اردو یو افسر اسلم وطن‌جار د افغانستان راډیو ته ورغی او د همدې راډیو له لارې یې د کودتا د بریالي کېدو اعلان وکړ.

هغه د غويي اوومې کیسه داسې بیانوي: «دلته چې چا زیات رول لوباوه، هغه خپله اسلم وطن‌جار و، هوايي قوه د جنرال قادر په لاس کې وه او د لوای چهار زرهي دار قومانده چې له پل څرخي نه یې حرکت کړی و، دا خپله اسلم وطن‌جار و، د اسلم وطن‌جار نری غږ و او دا یې اعلان کړل چې د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي ملګري نور محمد تره‌کي تر رهبرۍ او زحمت لاندې د ثور اوومې نېټې پرتمین انقلاب په افغانستان کې بریالیتوب ته ورسېده.»

له دې کودتا ۱۷ میاشتې وروسته د پخواني شوروي سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او هېواد یې نوي پړاو ته دننه کړ

خو د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې له کودتا وروسته د خلق ډيموکراټيک ګوند منشي نور محمد تره‌کي د واک پر ګدۍ تکیه ووهله. د افغانستان خلق ډیموکراتیک ګوند خپلمنځي اختلافونه په‌دې ګوند کې د خپلمنځي کودتاوو او پاشل کېدو لامل شول.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «د غويي اوومې کودتا د روسیې-شوروي په هڅه وشوه، ځینو روڼ اندو ځوانانو په‌کې ونډه درلوده، خو د افغانستان معاصر تاریخ منفي او ناوړه پېښې له همدې وخته پیل شوې.»

خو په تېرو څلور نیمو لسیزو کې افغانستان ته د دې کودتا پایلې څه وې؟

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجمیل شیراني په‌دې اړه وايي: «د ثور له اوومې څخه چې کومې ناخوالې او جنګونه دي او جګړې روانې دي، د دې بدبختیو ټول عوامل همدغه کمونستان، خلقیان او د ثور انقلاب یا بدلون و چې منځ‌ته راغی او د یوه خپلواک، ازاد نظام یې له منځه یوړ او داوود خان چې د هغه وخت ولسمشر و، هغه یې له خپلې کورنۍ سره په خپل کور کې په شهادت ورسوه.»

دیني عالم بشیر احمد وايي: «په افغانستان کې د خلقیانو او کمونستانو کودتا هېڅ افغانانو ته هېڅ مثبته پایله نه درلوده. دویم دا چې دا د افغانانو له ټولو ملي او دیني ارزښتونو سره په ټکر کې سټراټیژي وه.»

خو په هېواد کې د کمونستي نظام رانسکورول هم دومره اسانه نه وو. دې چارې نږدې ۱۰ کاله جګړه پر افغانستان وتپله او په‌دې سره سلګونه زره کسان ووژل شول او څو مېلیونه نور کډوال شول.

بالاخره د ۱۳۷۱ کال د غويي پر اتمه د ډاکټر نجیب‌الله په مشرۍ کمونستي نظام رانسکور او مجاهدین کابل ته راننوتل، خو د مجاهدینو له حاکمیت سره-سره په هېواد کې د جګړې اور مړ نه‌شو.

د ځینو سیاستوالو په باور د ۱۳۵۷ کال د غويي له اوومې راوروسته په افغانستان کې هېڅ نظام تل پاتې نه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه