د شهنواز تڼي خپلوان وايي چې نوموړی د ورپېښې ناروغۍ له امله نن (دوشنبې د کب په ۱۶مه) د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د شهنواز تڼي له خپلوانو اجمل ځدراڼ وویل:«ښاغلی ټنی په اسلام اباد کې کابو دوه اوونۍ تر درملنې لاندې و او نن سهار یې د ژوند پور پرې کړ.»
د دفاع پخوانی وزیر شهنواز تڼی تر ډېره د ډاکټر نجیب پر وړاندې د ناکامې کودتا له امله مشهور شو. هغه خپلې پوځي زده کړې په کور دننه او پخواني شوري اتحاد کې ترسره کړې. د ۱۳۵۷ کال د غويي د اومې له کودتا وروسته یې لوړې څوکۍ خپلې کړې او د ډاکټر نجیب د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر شو.
ټني د ډاکټرنجیب الله پروړاندې تر ناکامې کودتا وروسته پاکستان ته پناه یوړه او په اسلام آباد کې استوګن شو چې د دغه کار له امله تل له نیوکو سره مخ و.
پخوانی نظامي جنرال صادق شینواری وايي:«د ډاکټر نجیب الله حکومت د کمزورتیا او د افغانستان د خلکو د وژلو لامل شو او یو ملي خیانت یې وکړ چې پاکستان ته یې له څو الوتکو سره تېښته وکړه.»
پخوانی نظامي جنرال ثمر سادات هم وویل:«مرحوم جنرال صاحب شهنواز تڼي د افغانستان په پوځي تاریخ کې د هېواد په دفاع او د افغانستان د حریم په خوندیتوب کې او د افغانستان په اردو کې خدمت کړی دی.»
شهنواز ټني بیلابیلې پوځي دندې ترسره کړې وې، داسې چې د کابل د اتمې فرقې قوماندان، د کابل د نظامي قوماندانۍ قوماندان او د خلق ډموکرایټک ګوند د نظامي کمېټې غړی و او د دغه ګوند د سیاسي بیرو غړیتوب یې درلود او لوی درستیز هم پاتې شوی و.
ټنی د حامدکرزي د واکمنۍ پرمهال د سولې غورځنګ ګوند مشر وچې د خلق ډمواکراټيک ګوند یو شمېر پخوانیو غړیو یې غړېتوب درلود.
په دې اړه مو اندونه